د ط..البانو مخالفي د ازادۍ په نوم جبهې د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي تېره شپه ئې د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کي د ط..البانو د استخباراتو پر ادارې باندي راکټي بريد کړی.
په خبره پاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه بريد پرمهال ئې د يادي ولسوالۍ د ط..البانو د استخباراتو دوه تنه ټپيان کړي دي.
بايد وويل سي، چي د ازادۍ جبهې د دغه بريد په اړه تر اوسه پوري د تخار ولايت ط..البانو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
