څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي څو ورځي مخکي نامعلومو وسله والو په هلمند ولایت کي د محمود خان بادیزي په نوم یو صراف چي د مخکني ولسمشر د مشاور ورور و تښتولی دی.
د سرچينې په خبره چي محمود خان بادیزي خپله دولتي وظیفه نه وه کړې،خو ورور یې اختر محمد بادیزی په جمهوریت کي د اشرف غني مشاور و.
سرچینې زیاته کړې ،چي اختر محمد اوس مهال په کابل کي په صرافۍ مصروف و او محمود خان ته بیا په هلمند کي د بادیزي صرافۍ مسئولیت ور دغاړي و،چي نامعلومو وسله والو تښتولی ،او د څو ورځو راهیسي یې هیڅ درک نه دی معلوم سوی.
دا په داسي حال کي چي ط.البانو د محمود خان کورنۍ ته جدي ګواښ کړی دی،چي یاده موضوع به د رسنیو سره نه شریکوي ،که د رسنیو سره شریکه سوه بیا حق د شکایت نه لري.
