فاروق اعظم: ط..البانو د ښځو د زده کړو او د هغوی د حقونو د دفاع له امله بندي کړی يم

د ط.. البانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار او د ط..البانو ستر مبلغ فاروق اعظم خپل زوی ته په لېږل سوي ليک کي ويلي، چي په افغانستان کي ط..البانو د ښځو د تعليم، د عصري علومو د اهميت او د ط.. البانو د امر ب.االمعروف د کمزورو ټکو د روښانه کولو په تور ط..البانو نيولی او بندي کړی دئ.
هغه په خپل ليک کي ويلي، چي د ښځو د زده کړو او وطن له پاره تر دې سخت چلند ته هم چمتو دئ.
هغه په دغه ليک کي ويلي: «زما موضوع د ښځو د تعلیم، عصري علومو او د امر ب.االمعروف د قانون د کمزوریو په ګوته کول دي. دا هغه څه دي چي زه تر دغه سخت چلند ته تیار یم.»
فاروق اعظم د کنړ د زلزلې پر مهال ويلي و، چي زلزلې ځپلو سيمو ته دي ښځينه ډاکټراني ولېږل سي، تر څو هغو کسانو ته عبرت سي، چي د ښځو د تعليم ئې بند‌ کړی او مخالف ئې دي.
بايد وويل سي چي هغه يوه ورځ وړاندي د ط..البانو پر ضد د څرګندونو له امله د ط.. البانو د مشر م.لاهب.ت الله په امر نيول سوی او بندي دئ.

Verified by MonsterInsights