د پاکستان په لاهور ښار کي ويزه لرونکي افغانان هم د پاکستان حکومت نيولي

د پاکستان په لاهور ښار کي مېشتو افغانانو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ښار کي د پاکستان دولت د هغو افغانانو چي ويزه او پاسپورټ لري د نيولو لړۍ ئې پيل کړې ده.
هغوی وايي چي په پاکستان کي د قانوني اوسېدلو ټول اسناد او شواهد لري؛ خو بيا هم د پاکستان حکومت ئې نيسي او زنداني کوي ئې.
بايد وويل سي، چي د لاهور ترڅنګ په کوټه، اسلام اباد او د پاکستان په يو شمېر نورو سيمو کي هم د افغان کډوالو د‌ نيولو لړۍ د پاکستان حکومت پيل کړې.

Verified by MonsterInsights