په خيبر پښتونخوا کي د ډبليو ايچ او درې کارکوونکي نامعلومو وسله والو تښتولي

د پاکستان د پوليسو اداره وايي، چي د دوشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو د خيبر پښتونخوا ايالت په ټانک ولسوالۍ کي د روغتیا د نړۍوال پروګرام درې کارکوونکي تښتولي.
د پوليسو په وينا چي د روغتيا د نړۍوال پروګرام دغه کارکوونکي د پولیو د کمپاین د څارنې له پاره د ټانک ولسوالۍ د ملازيو کلي ته تللي وو، چي نامعلومو وسله والو تښتولي او نامعلوم ځای ته ئې انتقال کړي دي.
د پاکستان پوليس وايي، چي د دغو تښتول سوو کسان د موندلو له پاره ئې هڅي پيل کړي؛ خو تراوسه پوري ئې د‌ هغوی په اړه هېڅ معلومات نه دي پيدا کړي.
بايد وويل سي، چي وسله والو تېره ورځ په کراچي ښار کي د پوليس د منځ څخه يو پوليس د وسلې سره يو ځای تښتولی و.

Verified by MonsterInsights