د ط..البانو د ستري محکمې څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په خوست ولایت کي ئې شپږ کسان په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي د نامشروع اړيکو او لواطت په تور په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۹ ـ۳۹ دورې وهلي او پنځه کاله ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې.
باید وويل سي چی تر دې مخکي ط..البانو پنځه کسان په فراه کي هم د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي وو.