په دوحه کښي د اسرائيلو د بريدونو اغېزي

د څراغ ميډيا ګروپ لخوا

د قطر په پلازمېنه دوحه کښي د اسرائيلو بريدونه نه يوازي د عربي ملکونو لپاره ستره پېښه وه، بلکي ټوله دنيا يې ولړزوله.

کله چي په دوحه کښي د حماس مشرتابه په نښه سو، نه يوازي د غزې د سولي لاري وتړل سوې، بلکي د قطر او نورو خليجي ملکونو سره د اسرائيلو او امريکا اړېکي هم تر پوښتني لاندي راغلې.

اسرائيلو دغه عملياتو ته Summit of Fire نوم ورکړی ؤ، چي د مياشتو لپاره پلان پرې جوړ سوی ؤ. د عملياتو څارنه خپله نتنياهو د استخباراتو له مرکزي دفتره کوله.

د دوحي ترڅنګ د امريکا د مرکزي قوماندانۍ سيمه‌ييز دفتر (سینټکام) موقعيت لري، چي له خبرولو پرته دغه بريد ناشونی ؤ. د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني وويل، امريکا دوی د بريدونو په اړه هغه وخت خبر کړل چي د لومړي چاودني لس دقيقي تېرې سوي وې.

نو پوښتنه داده چي د دې بريدونو اغېزي به د امريکا، قطر او اسرائيلو پر اړېکو څه ډول وي؟

قطر همدا سږکال د مې مياشتي کښي د ټرمپ د سفر پر مهال ۴۰۰ مليونه ډالره ارزښت لرونکی د بوينګ ۷۴۷ الوتکه ډالۍ ورکړې وه. په همدې سفر کښي قطر له امريکا سره د ۲۴۳.۵ مليارده ډالرو تړونونه هم وکړل. ټرمپ چي کله په ۲۰۱۷م کال کښي خليج ته خپل لومړی سفر وکړ، قطر يې د ترهګرۍ ملاتړی ملک وباله، خو همدغه ټرمپ په وروستي سفر کښي د قطر امير “يو ستر سړی” وباله.

د اوسلو تړون او د قطر – اسرائيل اړېکي

په ۱۹۹۳م کال سپتمبر کښي د ناروې په پلازمېنه اوسلو کښي د پي ايل او او اسرائيل ترمنځ تړون وسو، چي پکي د دوو دولتونو د حل پر لور يو چوکاټ جوړ سو. له همدې ځایه د قطر او اسرائيلو ترمنځ سفارت‌کارۍ شروع سوه. د دواړو ملکونو د بهرنيو چارو وزيرانو پټه ليدنه وکړه چي په ۱۹۹۶م کال کښي د رسمي اړېکو پيلامه وګرځېده.

ټاکل سوي وه چي دواړه ملکونه يو د بل په خاوره کښي تجارتي دفترونه پرانيزي، چي د غير رسمي سفارت په توګه عمل کاوه. قطر د خليج د همکارۍ شورا لومړنی غړی ؤ چي له اسرائيلو سره يې پر دې کچه اړېکي ټينګي کړې.

په همدې موده کښي اسرائيلو له قطره د ګازو د اخيستلو ليوالتيا وښودله. په ۱۹۹۶م کال کښي د اسرائيلو لومړي وزير شمعون پېرېز قطر ته رسمي سفر وکړ. قطر د مادريد کنفرانس وروسته د سولې په هڅو کښي فعاله برخه لرله. خو کله چي نتنياهو واک ته ورسېدی او د لوېديځي دېوال د سرنګ پرانيستلو اعلان يې وکړ، اړېکي ترخي سوې. په ۱۹۹۷م کال کښي د دوحي د سوداګرۍ وزيرانو ليدنه د عربي دنيا غوسه راوپاروله.

قطر دوحه کي د اسرايل په بريد کي وژل سوي کسان شوي

په ۲۰۰۰م کال کښي د دوهم انتفاضې د پيل سره، قطر د نورو عربي ملکونو په فشار د اسرائيلو تجارتي دفتر وتاړه، خو پټي اړېکي يې جاري وساتلې. قطر غوښتل چي د عربو او اسرائيلو ترمنځ د پُل رول ولوبوي.

په ۲۰۰۵م کال کښي کله چي اسرائيل له غزې ووت، اړېکي يو ځل بيا تودې سوې او دفترونه بېرته فعال سول. په ۲۰۰۸م کال کښي د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزيرې تزيپي ليفني قطر ته تاريخي سفر وکړ، خو د ۲۰۰۸–۰۹ د غزې جګړې وروسته اړېکي يو ځل بيا پرې سوي.

قطر او د غزې ملاتړ

قطر په ۱۹۸۸م کال کښي د فلسطین لومړی سفارت پرانيست. د ياسر عرفات او وروسته د حماس په دوره کښي د قطر مشرانو غزې ته سفرونه وکړل، چي د فلسطيني ادارې او قطر ترمنځ لانجې راپورته سوې.

قطر هم له اسرائيلو او هم له حماس سره اړېکي وساتلې او د منځګړي رول يې ولوباوه. د امريکا په غوښتنه قطر د حماس مشران پناه کړل تر څو د سولې خبري په دوحه کښي وسي.

قطر د ۲۰۱۲–۲۰۱۸م کلونو ترمنځ غزې ته ۱.۱ مليارده ډالره ورکړل. نتنياهو هيله لرله چي د قطر مرستي به حماس د ايران پر ځای پر قطر تکيه‌من کړي او نرم دريځ غوره کړي.

ورزش او ورځنی ژوند

کله چي فيفا اعلان وکړ چي د ۲۰۲۲م جام به په قطر کښي کيږي، پوښتنه راپورته سوه چي آيا د اسرائيلو ټيم به هم ګډون کولی سي؟ قطر د قوانينو له مخې نه يوازي ټيم ته بلنه ورکړه، بلکي د اسرائيلو وګړو ته يې هم د ورتګ اجازه ورکړه.

د دوحي او تل ابيب ترمنځ ځانګړې الوتني پيل سوې او د دواړو لورو مينه‌وال په ګډه سفرونه کول. قطر د اسرائيلو په خاوره کښي د “دوحه سټېډيم” په نوم لوبغالی هم جوړ کړ.

وروستي کړکېچونه

قطر د دوو دولتونو د حل پرته له اسرائيلو سره رسمي اړېکي نه جوړوي، خو د منځګړي په توګه يې د حماس او اسرائيلو ترمنځ همېشه رول لوبولی دی. د الجزيره چينل د جګړې راپورونه د اسرائيلو غوسه پاروي. په ۲۰۲۴م کال کښي يې دفترونه وتړل او نشرات يې بند کړل.

ځيني شنونکي وايی چي د نتنياهو پر ضد د “قطرګېټ سکنډل” هم د دوحي پر بريد اغېز لرلی وي. د ده نږدې مشاورين د قطر له اړخه د پيسو اخيستلو تورن سوي ول.

په ۲۰۲۵م کال کښي د اسرائيلو پارلمان يو مسوده وړاندي کړه چي قطر دې د ترهګرۍ ملاتړی ملک وپېژندل سي، خو د موساد او نتنياهو د مخالفت له امله دا مسوده بېرته واخيستل سوه.

Verified by MonsterInsights