د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) وياند محمد خراسانی وايي، چي دغه ډله د ګاونډيو هيوادونو پر مرستو باندي تکيه نه کوي؛ بلکي د پاکستان د ولس په منځ کي ريښې لري .
د هغه په خبره چي د پاکستان د ولس په ملاتړ خپلو اهدافو ته ځان رسوي.
خراساني دغه راز د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف هغه څرګندوني رد کړې، چي د افغانستان ط..البان د ټي ټي پي ملاتړ کوي او هغوی ته مرستي لېږي.
هغه ويلي، چي د پاکستان دولت د دغه ډول څرګندونو په وسيله باندي د پاکستان د دولت ناکامۍ پټوي.
خراساني دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په خپلو څرګندونو کي ويلي و، چي د افغانستان ط..البان د ټي ټي پي ملاتړ کوي او وسله وال ترهګر پاکستان ته لېږي.