ط.. البانو په فراه کي د يوې ښځي په ګډون پنځه کسان په دورو وهلي

د ط..البانو د ستري محکمې څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په فراه ولایت کي د يوې ښځي په ګډون پنځه کسان ئې په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې په عام محضر کي د ۲۰ ـ۳۹ پوري په دورو وهلي او د شپږو مياشتو څخه تر درو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې.
بايد وويل سي چي ملګري ملتونو په افغانستان کي د ط.. البانو له خوا د بدني سزاوو د زياتوالي اړوند اندېښنه ښودلې او ويلي ئې دي چي په روان ميلادي کال کي د تېر کال په پرتله په عام محضر کي فزيکي سزاوي زياتي سوي دي او د ط..البانو څخه ئې د درېدو غوښتنه کړې.

Verified by MonsterInsights