د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپل کلني بيان کي ويلي دي، چي د نورو هيوادونو ترڅنګ افغانستان اوس هم د نشه يي توکو د توليد او قاچاق مرکز دئ. هغه په ټينګار سره ويلي، چي د نشه يي توکو په دغه کاروبار کي د افغانستان ط..البان لاس لري او د دغي لاري څخه پيسې لاس ته راوړي.
ټرمپ وايي افغانستان، بولیویا، برما، کولمبیا او وېنزویلا هغه هيوادونه دي، چي د نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کي د نړۍوالو تړونونو په عملي کولو کي ناکامه سوي. هغه ويلي که څه هم دغه هيوادونه د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کي پاته راغلي دي؛ خو بيا هم د يادو هيوادو سره په مرسته کي د امريکا ګټي خوندي دي.
ټرمپ ويلي: ((زه یو ځل بیا افغانستان ځکه د دغه هيوادونو په ليست کي داخلوم چي په ښکاره ډول د نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کي پاته راغلی دئ.))
بايد وويل سي چي نړۍوالو څو ځله په تکرار سره ويلي، چي په افغانستان کي د نشه يي توکو توليد او قاچاق کېږي؛ خو ط..البان ئې نه مني او رده وي ئې.