ط..البانو په بلخ کي د نوري فايبر انټرنېټ بند کړی

د ط..البانو د بلخ د والي وياند زيد د سې شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله په امر ئې په بلخ ولايت کي د نوري فايبر انټرنېټ پرې کړی دئ.
د هغه په خبره چي دغه امر م.لاهب.ت الله د منکراتو څخه د ولس د ژغورلو په موخه کړئ دئ؛ ترڅو خلګ د ګناه څخه وژغورل سي. د هغه په خبره چي په بلخ ولايت کي د نوري فايبر پر ځای د بديل له پاره کار کوي.
تر دې مخکي هم د بلخ اوسېدونکو شکايت کړی وو، چي ط..البانو په دغه ولايت کي وایفای انټرنېټ بند کړی. د مخابراتي شبکو مسئولينو هم دغه موضوع منلې ده، چي دغه انټرنېټ د ط..البانو د مشر په امر بند سوی دئ.
بايد وويل سي، چي د تېري يوې ورځي راهيسي په بلخ ولايت کي د افغان ټیلیکام کېبلي انټرنېټ او د ټولو انټرنېټي شرکتونو خدمتونه بند سوي دي.

Verified by MonsterInsights