ط..البانو په پنجشېر ولايت کي د قيمتي ډبرو لس نور کانونه پيدا کړي

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ کي يوې ۲۶ کلني مېرمني ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغي مېرمني ځان زندۍ کړی او وژل سوې ده. سرچينې د دغي مېرمني د ځان وژني د علت په اړه څه نه دي ويلي.
په ورته وخت کي د ننګرهار ولايت ط..البانو د دغي مېرمني د ځان وژني پېښه تائید کړئ؛ خو په اړه ئې نور جزئیات د څراغ تلوېزيون سره نه دي شريک کړي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بیا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي د بېکارۍ، فقر، لوږي،اقتصادي ستونزي، کورنی تاوتريخوالي او روحي فشار له امله په ځوانانو کي د ځان وژني پېښي زياتي سوي دي.

Verified by MonsterInsights