ط..البانو په پنجشېر ولايت کي د قيمتي ډبرو لس نور کانونه پيدا کړي

د پنجشېر ولايت د ط..البانو د کانونو او پټرولیم ریاست رئیس محمدقاسم امیري د رسنيو سره د خبرو پرمهال ويلي دي، چي په پنجشېر ولايت کي ئې د قيمتي ډبرو لس نور کانونه پيدا کړي دي. د هغه په خبره چي دغه کانونه ئې د پنجشېر په ۱۹ ساحو کي پيدا کړي او ډېر ژر به ئې پر ايستلو کار شروع کړي.
د اميري په وينا چي په دغه قيمتي ډبرو کي اکوامارین، شورل، بیروج، سرپکتین، نفرایټ، اسکوپولایت، سوین، سرب، اوسپنه او یاقوت شامل دي.
هغه وايي چي د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته به دغه تثبیت سوي کانونه د داوطلبۍ د لاري په قرارداد ورکړل سي؛ ترڅو د عوایدو د لوړوالي او اقتصادي ودي له پاره ورڅخه استفاده وسي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د افغانستان په ډېرو ولايتونو کي د کانونو استخراج پيل کړی، يو شمېر د اقتصاد د برخي پوهان وايي، چي په چټکۍ او په غيري مسلکي ډول باندي د کانونو استخراج د افغانستان زېرمو ته زيان رسوي او ډېر ژر به تر ځمکي لاندي زېرمي ختمي او افغانان به تش لاس پاته سي.

Verified by MonsterInsights