د کندهار څخه څراغ تلوېزيون خبريال خبر ورکړی، چي د سې شنبې په ورځ تر غرمې وروسته بيا د شپې تر يوولسو بجو په کندهار کي د نوري فايبر تر څنګ ټولي انټرنيټي شبکې بندي او ټليفوني اړيکي هم خرابي وې.
د شپې تر يوولسو بجو وروسته د شبکو انټرنيټ فعاله؛ خو نوري فايبر د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله په امر تر بلخ را وروسته په کندهار کي هم مطلق بند سوی.
ط..البان وايي دغه پرېکړه ئې ځکه کړې، چي خلګ د منکراتو څخه را وګرځوي.
