د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې په نشر سوي بيان کي ويلي، چي د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بېلا بېلو ښارونو څخه ۲۲۶۴۷ افغان کډوال د پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.
په بيان کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د سپين بولدک او تورخم د لارو افغانستان ته تللي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.
