د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د کنړ د زلزلې ځپلو سره درې ميليونه پونډه نوره بېړنۍ مرسته کوي.
دغه وزارت ويلي، چي د افغانستان په کنړ ولايت کي تر زلزلې وروسته حالت نور هم کړکېچن سوی او د دغي سيمي اوسېدونکي د سخت بشري ناورين سره مخ دي؛ نو په همدې سبب ئې ياده اندازه مرسته د افغانستان سره کړې ده.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه مرسته به د زلزله ځپلو له پاره د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، بېړنۍ سرپناه او همدارنګه د ښځو او نجونو د ځانګړي ملاتړ په برخه کي ولګول سي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي هم د برېتانیا دولت د افغان زلزله ځپلو سره يو ميليون پونډه مرسته کړې وه.
