د کندهار تر څنګ په څلورو نورو ولايتونو کي د نوري فايبر انټرنيټ بند سوی

د بلخ او کندهار را وروسته ط..البانو په کندز، تخار، بدخشان او بغلان کي هم د نوري فايبر انټرنټي خدمتونه بند کړي.
ط..البانو ويلي، چي په افغانستان کي د نوري فايبر انټرنټي خدمتونه بندولو پرېکړه ئې د خپل مشر م.لا هب.ت الله د امر په اساس کړې.
هغوی وايي چي دغه کار ځکه کوي، چي ولس د منکراتو او ګناه څخه را وګرځي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د مشر م.لاهب.ت الله په امر لومړی په بلخ او کندهار کي د نوري فايبر انټرنټي خدمتونه بند سول. د څراغ تلوېزيون د معلوماتو له مخي دغه لړۍ به همداسي جاري وي او په نورو ولايتونو کي به هم ط..البان نوري فايبر پرې کړي.

Verified by MonsterInsights