پاکستاني رسنيو د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د پاکستان د بلوچستان ايالت په شيراني ولسوالۍ کي د پاکستاني عسکرو پر پوسته باندي نامعلومو وسله والو برید کړی، چي پر مهال ئې يو پاکستانی عسکر وژل سوی، يو ئې ټپي سوی او يو عسکر وسله والو د ځان سره ژوندی بېولی دئ.
د پاکستان د رسنيو په حواله چي پوسته ئې وسله والو سوځولې او د سيمي څخه تللي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي نه دئ اخيستی.