ط..البانو د پنجشېر ۳۷۰۳ قيراطه زمرد خرڅ کړي

د پنجشېر د ط..البانو د ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې ۳۷۰۳ قیراطه زمرد خرڅ کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه زمرد ئې د ازادي داوطلبۍ له لاري پر داخلي سوداګرو خرڅ کړي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه زمرد ئې د ۲۸ زره ۵۰۰ امريکايي ډالرو په بدل کي پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي دي.
بايد وويل سي چي څو ورځي وړاندي ط..البانو په پنجشېر ولايت کي د قيمتي ډبرو د لسو کانونو د کشفولو خبر هم ورکړی و.

Verified by MonsterInsights