د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال څراغ تلوېزيون ته خبر ورکړی، چي نامعلومو وسله والو د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د پخوانۍ غړي فريبا احمدي کاکړ خاوند داود شاه کاکړ په خپل کور کي ويشتلی او وژلی دئ.
وسله والو د هغه تر ويشتلو وروسته د امنيتي کېمرو سيستم هم د ځان سره وړی دئ.
بايد وويل سي چي فريبا احمدي کاکړ او خاوند ئې په کاناډا کي اوسېدل، چي څو ورځي وړاندي داود شاه د دوستانو د ليدو له پاره د کاناډا څخه کندهار ته راغلی و.
