عمان به ۳۳ تنه افغان زندانيان ازاد کړي

د عمان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي دي، چي د عمان دولت به ۳۳ تنه هغه افغان بنديان ازاد کړي،چي په دغه هيواد کي د بېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي دي.
دغه وزارت ويلي، چي د عمان پاچا هیثم بن طارق دغو افغانانو ته د ميلاد نبي د ورځي په مناسبت عفوه کړې او امر ئې کړی، چي دغه افغانان دي ازاد سي.
په ورته وخت کي په عمان کي د ط..البانو سفارت هم ياد خبر تائید کړی او ويلي ئې دي، چي ډېر ژر به دغه افغانان د عمان څخه افغانستان ته انتقال کړي.

Verified by MonsterInsights