د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د هريپور د کډوالو په سيمو کي د پاکستان دولت په جوماتونو کي افغان کډوالو ته اعلانونه کړي، چي په دغه سيمه کي دي خپل کاروبارونه وتړي او په خپله خوښه دي د پاکستان د خاوري څخه ووځي او افغانستان ته دي ولاړ سي.
دا په داسي حال کي ده، چي د پاکستان دولت هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.
