د بدخشان څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه د دغه ولايت په وردوج ولسوالۍ کي د ط..البانو د دوو ډلو ترمنځ جګړه سوې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه جګړه د باباجان قوماندان او ظهور قوماندان ترمنځ سوې ده.
په دغه جګړه کي يو ط.الب جنګيالی وژل سوی او ۱۵ نور ټپيان سوي دي.
د ط..البانو د دغي خپلمنځي جګړې اصلي علت تر اوسه پوري معلوم نه دئ.
بايد وويل سي چي ط.. البانو هم تر اوسه پوري د دغي جګړې په اړه څه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
