د پروان ولايت څخه محلي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کي د چهارشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو يو بزګر وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی بزګر احمد جواد نومېدی او ملکي کس و.
د احمد جواد کورنۍ ويلي، چي هغه د هېچا سره شخصي دوښمني نه درلودل.
د دغه بزګر د وژل کېدو اصلي علت معلوم نه دئ او په اړه ئې ط..البانو هم څه نه دي ويلي.
باید وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی، چي ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.
