د ازبکستان دولت اعلان کړی چي په دوو جلا جلا عملیاتو کي ئې څلور تنه د افغانستان څخه د قاچاق سوو نشهيي توکو د اخیستلو په تور نیولي دي.
په دغو عملیاتو کي ازبکستاني ځواکونو یو ۴۲ کلن سړی له خپل ملګري سره هغه مهال ونیوی چي ۱۰ کیلوګرامه چرس ئې اخيستل او غوښتل ئې بلي سمي ته ئې انتقال کړي، خبرپاڼه ليکي چي دا چرس له مخکي څخه د قاچاقبرانو له خوا د افغانستان څخه سرخاندریا ولایت ته راوړل سوی و.
خبرپاڼه دغه راز وايي چي بل عملیات ئې هم د افغانستان څخه د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد ترسره کړی دئ.
په دې عملیاتو کي دوه کسان هغه مهال ونیول سوه چي ۶.۱ کیلوګرامه ترياک ئې د نشه يي توکو د قاچاقبرو د ځای څخه ایستل.
د ازبکستان د دولتي امنیت اداره وايي، دا نشهيي توکي د خرڅلاو له پاره له افغانستان څخه دغه هيواد ته قاچاق سوي وو.
