عاصم افتخار احمد: په افغانستان کي ط..البانو د ترهګرو ۶۰ مرکزونو ته ځای ورکړی دئ

په ملګرو ملتونو کي د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد ويلي، چي وسله والي ترهګري ډلي د افغانستان د خاوري څخه په استفاده په پاکستان کي ترهګريز فعاليتونه کوي.
هغه ويلي، چي ط..البان دي خپلي هغه ژمني عملي کړي، چي د ترهګرو د ځپلو په موخه ئې کړي وې.
نوموړي ويلي، چي د ال.قاعدې، داع.ش، بلوچستان ازادۍ پوځ، مجید بریګیډ، ټي ټي پي، ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول وسله والي ډلي د افغانستان څخه فعالیت کوي.
هغه په ټينګار سره ويلي چي افغانستان کي د ترهګرو۶۰ مرکزونه او پټنځایونه فعاله دي.
هغه وايي چي اسناد او شواهد لري، چي د افغانستان د ط..البانو په ملاتړ وسله وال ترهګر په پاکستان کي ولسي خلګ او د پاکستان پوځيان په نښه کوي.

Verified by MonsterInsights