فایبر نوري انټرنېټ هغه ټکنالوجي ده چي د نازکو ښيښې يا پلاستیکي تارونو (کېبلونو) له لاري د مالوماتو د لېږد لپاره له نوري سېګنالونو کار اخلي. دا طریقه د ډېر لوړ سرعت او پراخي کچې د انتقال وړتیا لري. ځکه چي په دي سيستم کي د برېښنايي جريان پر ځای رڼا کارول کېږي، نو د ثبات او کیفیت له پلوه ډيره باوري ده.
په افغانستان کي د فایبر نوري شبکه د لويي پانګوني په وسیله جوړه سوې او ګڼ ولايتونه يې له ګاونډيو هيوادونو لکه پاکستان، ايران او ازبکستان سره نښلولي دي. دا شبکه د هيواد د ډيجټلي اړیکو اساسي ستنه ده او د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او عامو کورنيو لپاره حياتي ارزښت لري.
د فایبر نوري برتري
لوړ سرعت: د فایبر نوري د مالوماتو انتقال تر يو ګيګابېټ په ثانيه رسېدای سي، حال دا چي د مسو کيبلونه (DSL) ډير ټيټ سرعت لري.
ثابت او باوري اړيکه: فایبر نوري د برېښنايي ګډوډيو او خرابو موسمونو پر وړاندي مقاوم دی.
لوړ ظرفيت: د انلاین زدهکړو، برېښنايي سوداګرۍ او بانکي خدماتو لپاره تر ټولو مناسب انتخاب دی.
سيمهيي توپيرونه: بېسيمې شبکې (۴G او ۵G) په غرنیو يا ډير نفوس لرونکو سيمو کي له پوښښ او کیفیتي ستونزو سره مخامخ وي.
د انټرنېټ بندېدو اغېزي
په افغانستان کي د فایبر نوري شبکې پرې کېدل، چي د امارت اسلامي په امر په ځينو ولايتونو لکه بلخ کي عملي سو، پراخ منفي اثرات لرلي دي:
زدهکړي: د انلاین زدهکړو بهير درېدلی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره چي يوازي له انټرنېټي زدهکړو کار اخستلای سي.
اقتصاد: د بانکدارۍ، انلاین سوداګرۍ او د شرکتونو ورځني فعاليتونه ګډوډ سوي.
ټولنیز ژوند: د خلکو ورځنۍ اړیکي او کورنۍ اړيکي هم ټکني سوي دي.
ډيجټلي انزوا: افغانستان له نړيوالو علمي، کلتوري او اقتصادي بهيرونو څخه شاته پاتي کېږي.
د طالبانو اوسنی دريځ
متاسفانه اوسنی واکمن حکومت د انټرنېټ د لاسرسي نور محدودولو هڅي کوي. د ځينو راپورونو له مخي، د ټولنيزو شبکو تړل، د ښځو لپاره د انټرنېټي زدهکړو مخنيوی او د انلاین کارونو بندول د دوی په پلان کي شامل دي. دا کار د بيان د ازادۍ محدودول، د خلکو د غږ غلی کول او له نړيوالو اړيکو پرې کېدل ګڼل کېږي.
د انټرنېټ بندېدو تاوان
د انټرنېټ بندېدل يوازي يو تخنيکي موضوع نه ده، بلکي پراخ تاوانونه رامنځته کوي:
د افغانستان اقتصاد ته د هرې ورځي د انټرنېټ بندېدل د ميليونونو افغانیو زيان اړوي.
د انلاین سوداګري او بانکي سيستمونه فلج کېږي.
د زدهکړو د فرصتونو له منځه تګ د يو نسل راتلونکی زيانمنوي.
د ډيجټلي پانګونو ارزښت له منځه ځي او بهرني پانګوال زړه نه ښه کوي چي په افغانستان کي سرمايهګذاري وکړي.
په اوږده مهال کي دا کار د افغانستان د ډيجټلي پرمختګ مخه نيسي او د سيمې له نورو هيوادونو سره د پرمختګ واټن نوره هم زياتوي.
په ټوله کي، د انټرنېټ بندېدل د افغانستان لپاره نه يوازي اقتصادي او علمي شاتګ دی، بلکي د نړيوال انزوا، ټولنيز محروميت او سياسي بېباوري سبب هم ګرځي.
