جان کلي: ط..البان د نړۍ سره د تعامل په برخه کي ريښتيني نه دي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېري ورځي غونډه چي د افغانستان په اړه جوړه سوې وه پر مهال ئې د امریکا استازي جان کلي ويلي، چي د ط..البانو سره د نړۍوالي ټولني تعامل تر دې دمه کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.
د هغه په خبر ط..البان پر خپلو ژمنو، په ځانګړي ډول د دوحې تړون پر ژمنو، عمل نه دئ کړی او پر خپله تګلاره ئې بیاکتنه نه ده کړې.
د هغه په وينا د امریکا اساسي هدف دا دئ چي افغانستان بیا د ترهګرو ډلو په مرکز بدل نه سي. نوموړي د امریکايي بندیانو یادونه هم وکړه او ټینګار ئې وکړ چي امریکا غواړي ټول بندي امریکایان د ط..البانو د زندان څخه خلاص کړي.

Verified by MonsterInsights