د ط..البانو د نورستان ولايت د کانونو او پټروليم رياست څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ط..البانو د دغه ولايت د بیروج د کانونو څخه پنځه کيلو ګرامه د بیروج ډبري د ازادي بولۍ د لاري خرڅي کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه پنځه کيلو ګرامه د بیروج ډبري ئې د دوه ميليونه افغانيو په بدل کي پر کورنيو سوداګرو خرڅي کړي دي.
بايد وويل سي، چي تر دې يوه ورځ وړاندي هم ط..البانو د ۹۵ ميليونو افغانيو په ارزښت باندي د نورستان د کانونو څخه ۹ زره کيلوګرامه قيمتي ډبري خرڅي کړي وې.
