د ط.البانو پر ځای چین ویلي چي ټرمپ ته د باګرام نیولو اجازه نه ورکوو

نن جمعه د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چي امريکا ته دا ځل اجازه نه ورکوو چي په افغانستان کي د باګرام هوایي اډه ونیسي .

د هغه په وینا چي د امریکا له خوا د باګرام هوایي اډه نیول د سيمي امنیت ته جدي ګواښ دی او موږ نه پرېږدو چي د بګرام اډه د چا له خوا ونیول سي.

باید وویل سي چي ټرمپ پرون په برتانیا کي د یوې غونډي پر مهال د باګرام اډې د بیا نیولو ګواښ کړی و،او دا اډه یې د امریکا له پاره مهمه بللې وه.

Verified by MonsterInsights