بلال سروري:ط.الب مشرانو قطر ته د خپلو کورنیو انتقال پیل کړی

آزاد خبريال بلال سروري پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي د کابل د هوایي ډګر څخه سرچینو خبر ورکړی چي د ط.البانو د کابينې وزیرانو د خپلو کورنیو تخلیه پیل کړې،او قطر ته یې انتقال شروع کړی دی.

د بلال سروري په حواله چي د ط.البانو د مشرتابه لس کورنۍ چي نژدې سل کسان وو د VIP ترمينل له لاري د ریاست الوزراء د یو مکتوب سره په ځانګړو الوتکو کي قطر ته روان سوي دي.

بلال سروري زیاته کړې چي د بګرام اړوند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اخري څرګندونو وروسته ط.الب مشرانو او کورنۍ یې د کابل څخه مخ پر قطر سفرونه پیل کړي دي.

د یادوني وړ ده چي ط.الب مشران د واکمنۍ مخکي اکثره په پاکستان کي مېشت وه،خو دا ځل یې قطر ته پناه وړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights