اوله برخه:
عمومي بحث
سیاسي سرحدونه او د یوه هېواد څلورخواوې (حدود اربعه) په حقیقت کې د هماغه هېواد او د نړۍ د نورو هېوادونو د ملي هویت او د خاورې د تمامیت پېژندل دي چې د یوه سیاسي واحد په توګه د نړۍ د ملتونو په لیکه کې یو هېواد له بل هېواد څخه بېلوي. د یو هېواد سرحدونه که په وچه یا په سمندر کې واقع وي، کوچني وي یا لوی، متجانسه یا غیر متجانسه خاوره ولري، دښتې صحراوې یا غرنۍ ځمکه یا د ورته او یا د مختلفو ملتونو لرونکی وي، ژبه یا مذهب یې مشترک یا بېل وي، یا د یوه سیاسي واحد د پولو د حدودو په داخل کې یو واحد او جلا هېواد د نړۍ د هېوادونو په لیکه کې تمثیلوي.
پر همدغه بنسټ په یوه هېواد کې ټاکلي سرحدونه د یوې سیاسي متشکلې ناحیې د تشخیص کولو په خاطر له بارزو او ښکاره پدیدو څخه دي چې د ګاونډیو هېوادونو په تایید او د بین المللي معیارونو له مخې رسمي، ملي او بین المللي حیثیت غوره کوي. د یوه هېواد د سیاسي پولو ټاکل د اداري قلمرو تثبیتول او د هېواد د واکمن هیأت قانوني عملیات هم وړاندې کوي، په دغه پراخه خاوره او سرحدي محدوده کې دي چې اداري، قضایي وېش ، د اقتتصادي ـ ټولنیزو پروژو، انکشافي پلانونو، ټاکنیزو فعالیتونو، ګمرکي تعرفو، د یوه هېواد د بانک نوټونو او د پیسو د سکو چلند او قانوني رواجول وړاندې کوي.
د سرحد کلمه په اوسني مفهوم او د هغه واقعي پېژندل د تېرو زمانو د سرحدونو له ټاکلو سره توپیر لري، په دې مفهوم چې په لرغونو او پخوانیو امپراتوریو کې سیاسي پولې او سرحدونه په بشپړ پام او دقت سره نه ټاکل او تثبیت کېدل، د یوه هېواد او یا د یوې امپراتورۍ سیاسي پولې د طبیعي پدیدو، لکه سیند، جهیل، بحیرې، ځنګل او ریګستان په وسیله له بلې امپراتورۍ څخه جلا کېدلې، د بېلګې په توګه د امو سیند، د سند سیند (اباسین) او د پخواني فارس د کویر دښتې د سیاسي پولو په توګه د دوو قدرتونو ترمنځ پېژندل شوې وې، یا د راین او دانیوب سیندونه یا د چین دیوال او یا د انګلستان په شمال او د جرمني په جنوب کې لویو دیوالونو په منځینو پېړیو کې د لویو قدرتونو ترمنځ سیاسي پولې جوړولې او یو له بله یې جلا کول.
د زمانې په تېرېدو او د مدنیتونو د انکشاف او د مرکزي حکومتونو د ځواکمنۍ، اداري ثبات او د ملي هویت په درک کولو سره د سرحدونو تثبیتولو سمه او جدي بڼه ځانته غوره کړه او لاندې پړاوونه باید د یوه هېواد په سرحدونو کې عملي او رعایت شي:
1. د سرحدي کرښو ټاکل Allocation
2. د سرحدي کرښو محدودول Delimitation
3. د سرحدي کرښو په نښه کول Demarcation
4. د حکومت او یا پارلمان له خوا د سرحدي کرښو قانوني تاییدول Ratification
په لومړۍ مرحله کې د هم سرحده دواړو هېوادونو واکمن هیاتونه د متخصصینو او اهل خبره وو په مرسته سرحدي پولې او کرښې ټاکي او تثبیتوي او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په سطحه د رسمي پروټوکولونو په ترڅ کې هغه لاسلیک کوي ، دواړه خواوې هغه مني او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپروي او ملت ورڅخه خبروي.
په دویمه مرحله کې سرحدي پولې او کرښې دغسې محدودې او مشخصې کېږي چې هره منل شوې او په پام کې نیول شوې نقطه او که دا طبیعي عوارض وي یا کلتوري پدیدې او یا د لیدلو شاخصونه وي، هماغه ټاکلې نقطې د جوړوشویو نقشو پرمخ تثبیت او په نښه کېږي او دواړه علاقمندې خواوې باید د توپوګرافۍ او سرحدي نقشو په اساساتو پوه او خبر وي تر څو د سرحدي شاخصو او معلومو نقطو د محدودولو په برخه کې د نقشې پر مخ د دواړو خواوو د قناعت وړ وګرځي. دغه ډول نقشې باید لومړی د فني او تخصصي هیأت له خوا (په خریطه او نقشو کې ) په نښه او لاسلیک شي.
په درېیمه مرحله کې د هم سرحده دولتونو ګډ هیأت تثبیت شوي معلومات د نقشې پر مخ په بشپړې امانتدارۍ سره د ځمکې مخ ته انتقالوي او له منل شویو معلوماتو سره سم نقشه د مطلوبې ځمکې پر مخ پلې کوي. له هرې نقطې یوه سرحدي کرښه تېرېږي او هغه په نښه کوي. سرحدي کرښې له پیل نه تر پایه د ستنو، اوسپینزو ګاډرو او د کلکو تېږو په وسیله په نښه کوي.
تر ټولو مهم سرحدي په نښه کول د برلین دیوال و چې ختیځ المان یې د ګاډرو، کلکو جالیو او د کانکرېټي لویو ستنو په وسیله له لوېدیځ المان څخه جلا کړی و او له نېکه مرغه د المان په یووالی سره دغه اوسپنیز دیوال په بشپړه توګه له منځه ولاړ. [ان شاءالله د ډیورنډ استعماري او تحمیلي کرښه به هم له منځه ځي او د لرو او برو پښتنو یووالی به په بشپړه توګه ټینګېږي. ژباړن]
په څلورمه مرحله کې د یوه هېواد د سیاسي سرحدونو قانوني کول دي چې له لومړیو دریو مرحلو وروسته ټول معلومات، نقشې، پروتوکولونه پارلمان ته سپارل کېږي او د هېواد پارلمان د ملت د استازو په وړاندې دغه ډول سرحدي کرښه تاییدوي، تر هغه وخته چې د هېواد پارلمان سرحدي پولې او سیاسي کرښې تایید او تصویب نه کړي، سرحدي کرښې د پېژندنې قانوني جنبه ځان ته نه شي اختیارولای او ګاونډي هېوادونه دغه ډول سرحدونه چې له څلورو مرحلو څخه نه وي تېر شوي نه شي کولای چې یو پر بل یې تحمیل کړي.
د سرحدونو ډولونه
کولای شو د سرحدونو بېلابېل اړخونه تر نظر تېر کړو:
1. هغه ډول سرحد چې له طبیعي عوارضو سره مطابقت ولري، په ځينو مواردو کې د طبیعي عوارضو په مسیر او لارو کې (غر، سیند او دره) ځای نه نیسي.
2. هغه سرحدونه چې دوه فرهنګي ډلې یوه له بلې جلا کوي او یا دا چې په اجباري ډول د یوې فرهنګي ډلې ترمنځ تېرېږي.
3. هغه سرحدونه چې د اوسېدونکو له تشو سیمو څخه تېرېږي او د بشري ټولنو او فرهنګي ډلو له تشکیل وړاندې تمدید شوي وي. دغه ډول سرحدونه د سیاسي ګټو له مخې ځانګړي وي، ځکه چې کله د دغه ډول سرحد دواړو خواوو ته بشري ډلې انکشاف وکړي، نو په تدریج سره ځانونه د سرحدي جوړښت له سیاسي څرنګوالي سره برابروي او د ګاونډیو هېوادونو لپاره معضلات او مشکلات نه جوړوي.د کاناډا او الاسکا تر منځ سرحد همدغه ډول ګڼل کېږي چې د امریکا متحده ایالتونو او کاناډا ته د سر درد او ستونزې نه جوړوي، دغه ډول سرحدونه د Antecedent په نامه یادوي.
4. هغه سرحدونه چې د نفوسو په ډکو سیمو کې تمدید کېږي، فرهنګي او کلتوري ملاحظات په هغه کې رعایت کېږي، د واحدو فرهنګي ډلو د تفرقې او بېلوالي لامل نه ګرځي، د Subsequent په نامه یادېږي د دې ډول ډبرې بېلګې په اروپایي هېوادونو او د هندوستان په سرحدي کرښو او پولو کې لیدلای شو.
5. هغه سرحدونه چې د فرهنګي مظاهرو له رعایت پرته د یو شمېر قومونو او متحدالشکل قبایلو تر منځ تېرېږي، یوه واحده قبیله او یوه واحده ژبه لري، هغوی یو له بله جلا کړي د سیاسي مشاجرو لامل ګرځي، د بېلګې په توګه د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځ کې سرحد چې د پښتنو قبایلو په زړه کې تېرېږي، د نړیوال استعمار د سیاست په پایله کې ورباندې تحمیل شوی، خو په عمل کې دغه قبایل هېڅکله ځانونه له افغان فرهنګ، کلتور او نژادي خپلوۍ څخه جلا نه احساسوي. همدغه ډول تحمیلي سرحدونه په توګو، ګانا، نایجریا او کامرون کې پرته له توجه د هغوی پر نژادي او ژبني کیفیت باندې په زوره ایستل شوي چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پرابلمونو او سیاسي مخالفتونو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځېدلي دي.په دغه ډول دغه شان تحمیلي سرحدونه د حبشې په شمال ختیځ او په ځینو افریقایي هېوادونو، اسرائیل او فلسطین کې کولای شو په څرګنده ووینو چې د Superimposed اصطلاح هغوی ته ورکولای شو.
د اوبو کرښه، غرنۍ سیمې او د سیندونو تګ لوری هم په طبیعي بڼه سرحدي پوله او کرښه جوړوي، خو د سیند منځنۍ کرښه او خط د یوې غرنۍ لړۍ په پرتله ښه ګڼل کېږي. که څه هم د سیند جریان د خپل تګلوري په اوږدو کې کله د یوه هېواد په ګټه او کله هم د ګاونډي په ګټه عمل کوي او تر ډېره حده د ځمکو د له منځه وړلو لامل کېږي، خو د جدي کنټرول او هر کال په ځانګړې توګه د اوبو د ډېرېدو پرمهال څېړنه دغه نقیصه تر ډېره حده لرې کولای شي.
ځنګلونه او صحراوې په پخوانیو زمانو کې هم د سیاسي پولو په توګه منل شوي دي، چې لویه صحرا یې ښه بېلګه ګڼل کېږي او یا د روسیې او فنلانډ تر منځ طبیعي ځنګلونه هم د سیاسي وېش په منظور کارول شوي دي. کله چې د زیاتې ځمکې پراختیا او طبیعي عوارض و نه لیدل شي، نو بیا د اړتیا له مخې د طول البلد او عرض البلد له دایرو څخه د سرحدونو په ټاکلو کې ګټه اخیستل کېږي لکه د امریکا په متحده ایالتونو، کاناډا او استرلیا کې د جغرافیايي کوارډينیټونو څخه په ښه ډول ګټه اخیستل شوې ده. ساحلي خطونه په جهیلونو، بحیرو او سمندرونو کې هم له بین المللي نورمونو سره سم ټاکل کېږي چې سمندري قلمرو د خط له پیله تر ۱۲ میلو پورې، د نظارت لاندې ساحه تر ۲۴ میلو پورې او اقتصادي ساحه تر ۲۰۰ میلو پورې د هغو هېوادونو لپاره چې سمندر ته لار نه لري په پام کې نیول شوي دي.
د هېوادونو فضایي سرحد د لسو میلو په ارتفاع (جګوالی) وړاندیز شوی او خارجي فضا یې ازاده فضا قبوله کړې ده، خو مصنوعي اقمار د زیاترو هېوادونو د فضایي سرحد حقوق تر پښو لاندې کوي.
د نړۍ آزادې اوبه له ۲۰۰ میلو واټن وروسته په آزاده توګه د ګټې اخیستنې وړ دي هېڅ هېواد د هغو د مالکیت ادعا نه لري، خو د سمندرونو له بستر څخه پوځي ګټې اخیستنې او د طبیعي منابعو تفحصاتو او څېړنو اوس اهمیت پیدا کړی، چې په راتلونکې کې به د زیاتو مطالعاتو لپاره زیات امکان برابر کړي تر څو د سیاسي ستونزو لامل ونه ګرځي.
د سیاسي سرحدونو له موضوع سره د موقعیت او د دولتي ادارې بڼه هم یو شان د پام وړ اغېز د سیاسي پولو د بدلون پر بهیر باندې شیندي، ځکه چې د یوه هېواد موقعیت له ستراتېژیکي، اقتصادي او سمندرونو ته د نږدیوالي او لېرې والي له پلوه د ګاونډیو هېوادونو او د لویو قدرتونو د پام وړ ګرځېدلی دی، په ځانګړې توګه د استعمار په دوره کې د زیاتو بدلونونو او تغیراتو موضوع د سیاسي وضعې پر څرنګوالي او د ملتونو د پولو په ټاکلو کې له ځانه اغېز پرېښی دی. په اتلسمه او نولسمه میلادي پېړۍ کې لوېديځې نړۍ د دنیا پر مختلفو هېوادونو باندې د همدغې نظریې پر بنسټ یرغلونه او ډېر سیاسي فشارونه راوړل تر څو د هغوی له نظامي، ستراتيژیک موقعیت او سرشارو طبیعي منابعو څخه ګټه واخلي، د همدغه اصل له مخې د نړۍ استعماري سیالیو د اسیايي، افریقايي او امریکايي هېوادونو په سیاسي پولو او د لویو هېوادونو په جوړولو کې د ډېرو بدلونونو په راوستو او یا د هغوی د اصلي هویت په له منځه وړلو کې مهم رول درلود. د بېلګې په توګه د عربو په جزیرنما کې سیاسي بدلونونه او د زیاتو هېوادونو رامنځ ته کول یا د افریقا په وچه کې بېلابېل هېوادونه چې منځ ته راغلل، دغه راز په آسیا او د آسیا په جنوب ختیځ کې مختلف دولتونه جوړ شول او یا وروستي بدلونونه چې په سیاسي ډګر کې له یوګو سلاویا څخه نوي هېوادونه بېل شول، دغه ټولې هغه پېښې دي چې د سیاسي جوړښتونو په لحاظ له نژادي، مذهبي او کلتوري پولو سره په پیوند کې او هغو ته ورته د ذې نفع او ګټې کوونکو قدرتونو د مداخلې په وجه رامنځ ته شوي دي.
له دې امله اړینه ده چې د سیاسي ادارې پر موقعیت او بڼه باندې لنډې خبرې وکړو:
موقعیت
جیو پولټیک پوهانو د هېوادونو موقعیت د هغو د ارزښت پر بنسټ په دریو لاندې ردیفونو کې ډلبندي کړی دی:
– ریاضي موقعیت
– نسبي موقعیت
– ستراتژیکي موقعیت
ریاضي موقعیت
د یوه هېواد ریاضي موقعیت د جغرافیايي کوارډنیټ محاسبې پر بنسټ محاسبه او په پام کې نیول کېږي او په ډاګه کوي چې تر مطالعې لاندې هېواد د عرض البلد او طول البلد په کومه درجه کې واقع دی، له استوا خط څخه په څومره اندازه د شمال په طرف لوړ دی او په څومره اندازه د جنوب خوا ته واقع دی او یا دا چې له نصف النهار خط او د ګرینویچ له مبدأ څخه څو درجې د ختیځ او یا لوېدیځ په خوا واقع دی. دغه ډول محاسبه ریاضي موقعیت په مطلق ډول د یوه هېواد اصلي ساحه په شمالي نیمه کره او یا په جنوبي او یا په ختیځه او لوېدیځه نیمه کره کې په سم ډول تثبیت کوي. له محاسبې استنباط کېږي چې دغه هېواد په ګرمه، معتدله، قطبي او یا په تحت قطبي سیمه کې واقع شوی او یا په بله ساحه کې د طول البد او عرض البلد د درجو په اساس د هغه اصلي واټن له یو بل هېواد څخه په میل او کیلو متر سره په سم ډول تثبیت کېدلای شي. افغانستان د دغو درجو او جغرافیايي کواردنیتونو په تثبیت سره د شمالي عرض البلدونو (29°_22‘ 230° 29’ N‘late) او د طول البلدونو (E.long) درجه [60° 30‘ 74° 52‘] ترمنځ د نړۍ پر هر ډول نقشه باندې په سم ډول د هغه د موقعیت تثبیت کېدای شي او هغه ته مطلق موقعیت هم وايي. مطلق موقعیت د نسبي موقعیت په پام کې نیولو سره د اقلیم ، اوبو او هوا او د نورو سیمه ییزو ځانګړتیاوو په ټاکلو کې د اهمیت وړ دی، ځکه د ریاضي موقعیت په وړاندې کولو سره د یو اقلیمي کیفیت وړاندوینه کېدای شي، چې آیا دغه هېواد په استوايي زون کې واقع دی ، په معتدله سیمه او یا په سړه کې. په دې اساس ریاضي موقعیت په لومړنۍ مرحله کې د یوه هېواد د اقلیمي وجوهاتو ځانګړتیاوې تر یوې کچې د نورو هېوادونو په پرتله تمثیلولای او وړاندې کولای شي.
نسبي موقعیت
نسبي موقعیت په پرتلیز ډول د یوه هېواد د برتري او لوړتیا، سیاسي او اقتصادي ښېګڼې دیوه بل هېواد په نسبت روښانه کوي. د بېلګې په توګه د نړۍ په استعماري دوره کې د پخواني شوروي نسبي موقعیت او د هغه لاسرسی د هند سمندر ګرمو اوبو ته د انګلستان او د امریکا د متحده ایالتونو په نسبت لږ و، له همدې امله د پخواني شوروي دغه موقعیت یې په خطر کې اچولی و تر هغه چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو او افغانستان څخه د هند ګرمو اوبو ته د ټوپ وهلو د تختې په توګه ګټه واخلي، تر څو خپلې وروستۍ هیلې ته ورسېږي، خو پخپله له سیاسي ړنګېدنې سره مخامخ شو.
یا وړاندې له پورتني عمل څخه انګلستان او برتانوي هند په نولسمه پېړۍ کې غوښتل چې د اسيا په جنوب او د خلیج په هیوادونو کې د تزاري روس د قدرت په نسبت زیاته برتري او لوړتیا په لاس راوړي، د پراختیا غوښتنې سیاست (Forward Policy) یې په افغانستان کې عملي کړ.
بالاخره په نسبي ډول له تزاري روسیې سره په تقاهم کې د افغانستان د حایل (Buffer) موضوع د دوو استعماري قدرتونو تر منځ ومنل شوه او په نسبي ډول یې د خپل وړاندې تګ او پراختیا غوښتنې موقعیت تثبیت کړ، هماغه و چې روسانو د مرو او پنجدې په نیولو سره او د انګلستان او برتانوي هند ترمنځ د سکیم حایل سیمه له همدغه ډول مسایلو څخه ده.
د نږدې ختیځ، منځني ختیځ او لېرې ختیځ اصطلاحات هم نسبي موقعیت راښیي چې د یوې سیمې موقعیت نظر و بلې سیمې ته په نسبي ډول تثبیت او معلوم شوی دی. په اصل کې د نږدې ختیځ، لېرې ختیځ او منځني ختیځ اصطلاح د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د وخت د سیاستوالو د فکر زېږنده وه چې دقیقه او سمه اتکا پر جغرافیايي منابعو باندې نه لري په ځانګړې توګه د یو شمېر هېوادونو د ډلبندۍ په موخه دغه عمل او دغه اصطلاح منځ ته راغله.
ستراتېژیکي موقعیت
افغانستان په تېر او اوس کې له ډېر مهم ستراتېژیکي موقعیت څخه برخمن دی، ځکه د هندوکش، پارو پا میزاد، سپین غر او د سلیمان غرونو لویې او دفاعي ستنې، په دغو غرونو کې دفاعي درې، لکه د اندراب دره، د غوربند دره، د بامیان دره، ورېښمین تنګی، آجر دره، د سالنګ دره، په غور کې د بایان دره، تیوره، د کونړ دره، د کرمې دره، د ځدراڼو درې، د ګومل دره، د بولان دره او دغه راز سیندونه هم د یوه دفاعي سنګر په توګه او د اوبو ډک خندقونه چې له یوې خوا د هېواد د خړوبولو او سمسورتیا لامل ګرځېدلي او له بلې خوا د یرغلګرو په وړاندې لوی طبیعي خنډونه جوړوي او د دې هېواد د خلکو له شهامت او مېړانې سره یو ځای د افغانستان پر ستراتېژیکي اهمیت باندې زیاتونه کوي. د هرات، کندهار، غزني، پکتیا، مزارشریف، خان آباد او کابل کلاوې ځانګړی دفاعي او ستراتېژيکي ارزښت لري.
د دې وطن ستراتېژيکي اهمیت و چې لوی سکندر د خپلې لښکرکشۍ په لار کې په هرات، کندهار، کابل او نورو برخو کې له څومره مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ شو چې په هر ګام او هر کنډو کې یې د ناڅاپي بریدونو په نتیجه کې زیات تلفات ورکړل، تر څو چې د هغه مور په یونان کې د ده د کار د ځنډیدو له امله ستړې شوه او خپل زوی سکندر ته یې یو لیک وکاږه او د هغه په ترڅ کې یې له ده داسې وپوښتل: آیا ستا ستوری په لوېدو دی او یا دا چې له کومې بلې پېښې سره مخامخ شوی یې؟ د مور د لیک موضوع او د سکندر ځواب په لاندې بیتونو کې په سم ډول درک کولای شئ:
پاروپامیزاد
شنیده ام که سکندر شهنشۀ یونان
چو بست بهر جهانگیری از غرور میان
نبود به سر راهش کسی فزون از میغ
به چشم خلق نمودی خدای حربه و تیغ
و ز نک حربۀ او می چکید خون جهان
ز خاک پاش نمودار خاک پادشهان
چو کرد زیر و زبر سرزمین دارا را
بر آن بشد که بدست آرد آریانا را
گشاید این در پولاد را به پنجۀ زور
نماید از رۀ افغان ستان به هند عبور
خبر نبود که این مملکت عدو سوز است
خدنگ چلۀ پکتیسیان جگردوز است
خلاصه اینکه چهل ماه ماند سرگردان
پی حصول مراد، همچو آسیا پی نان
چو مادرش خبر فتح هند را نشنید
ز حال ابتر فرزند در هراس افتید
نوشت نامه که ای نور دیدۀ مادر
یگانه فاتح گیتی گشای اسکندر
ترا نزاده بُدم، جز برای پیروزی
چه جای اینکه بیفتی باینچنین روزی
چرا به هند نرفتی؟ چه در میان افتاد؟
ستارۀ تو و یا اینکه آسمان افتاد؟
چه ساخت دهر که یونان حریف پیدا کرد؟
چه فتنه ایست ندانم که چرخ برپا کرد؟
دلم ز حرف بد و نیک اهل یونان خَست
که پادشه نتواند دهان مردم بست
یکی ز کوه ترا سرنگون کند دگری
بگوید آنکه ز تو نیست کمترین خبری
من و ارسطو و اعیان ملک حیرانیم
کجاست راه حقیقت، کدام سو رانیم؟
چو فیلسوف نداند که سد راه تو چیست
خیال می کنم آنجا مکان دیو و پریست
برای خاطر قلب حزین من بنویس
کدام دیو خیالیست نام او پکتیس؟
سکندر از در خبرت به مشورت پرداخت
سوال مادر خود را به افسران انداخت
نوشت نامه سکندر که ای فدای تو من
سکندر و همه یک ذره خاک پای تو من
سوال سخت ترا می دهم جواب کنون
ولی نه اینکه به خط و کتابت و مضمون
ببین آه چه مشکل جواب پیچیده
جواب آنچه ارسطوش هم نفهمیده
برای یک دو سه هفته ز راه مهمانی
روانه شد به حضورت سران افغانی
بشرط آنکه گرامی بداری ایشان را
بدان نمط که شهان پرورند مهمان را
ولی زیاده ز حاجت مخوان شان پیشت
که باخبر نکنند از صلابت خویشت
بده قبول به دربار شان بروز نخست
بگوی هر چه به فکر و رضا و خواهش تست
به مجلس دومی چون بخوانی ایشان را
به هدیه های گرامی نوازی ایشان را
که سرفراز بیایند پس به خانۀ خویش
بدان غرور که شاهین به آشیانۀ خویش
امید من ز جناب جلیله زینسان است
درین زمینه امیدم بخاک یکسان است
که یک خریطه پر از خاک آریانا هم
روانه شد به حضور تو با سران توام
که قبل مجلس ثانی به زیر فرش اتاق
بگسترند ازین خاک مفخرت میثاق
گرفت نامۀ فرزند را چو مادر او
گذشت آنچه ز حیرت گذشت بر سر او
به مجلس اولی شد ز هر دهن سخنی
ز باغ و گلشن خود چید هر کس سمنی
به مجلس دومی چون رسید نوبت کار
فشانده شد به ته فرش خاک حیرتبار
چو خواستند خوانین آریانا را
نشان فخر و غرور نژاد آریا را
به درب قصـر بهم خورد حالـت ایشان
فلک به لرزه درآمد ز صولت ایشان
درین میانه دو سه تن میان خون غلتید
ز ضرب تیشه تو گویی که بیستون غلتید
تو گفتی کنگرهء چرخ نیلگون افتاد
تو گفتی سقف بهم خورده و ستون افتاد
هزار خم نکند مست می پرستان را
چنانکه ذرۀ خاکی وطن پرستان را
چه شورها که درین خاک پر شور است
چه دیده ها که برای امید آن کور است
سکندر است نه تنها که زور ما دیده
هزار آیینه را این غبار پوشیده
په همدې تر تیب چنګېز خان که څه هم د افغانستان زیاته برخه ورانه کړه او له خاورې سره یې خاورې کړه، خو د افغانستان د خوارزم شاهانو د خلکو درس هېڅکله هم له یاده ویستلای نه شي.
انګرېزان له افغانانو سره په دریو جګړو کې هم د افغانستان په ستراتېژیکي اهمیت او هم د افغانانو په مېړانه پوه شول ځکه چې د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې د هغوی له دولس زره مات شویو عسکرو څخه یوازې یو تن ډاکتر برایډن وکولای شول خپل ځان د خیبر پوځي مرکز او منزل ته ورسوي، چې افغانستان تر اوسه د هغه د غچ اخیستو په اور کې سوځي، خو غبار لیکي چې د انګرېزانو له ۱۷۵۰۰ عسکرو او افسرانو څخه یوازې برایډن په ټپي ځان جلال آباد ته ورسېد او جنرال سیل ته یې د خپل تباه شوي لښکر خبر وروړ. (افغانستان در مسیر تاریخ، جلد اول و دوم، ۵۶۱-۵۶۲ مخونه)
پخواني شوروي اتحاد هم وغوښتل د افغانستان په اشغال او نیولو سره د جګړې خوند افغانانو ته وروڅکي، خو د دغه هېواد ستراتېژیکي موقعیت یو برخلیک ټاکونکی درس هغه ته ورکړ چې شوروي نظام د ابد لپاره د نړۍ له نقشې ورک شو، دغه پېښې د هغوی ټولو لپاره د عبرت یو درس دی چې غواړي په افغانستان کې لاسوهنه او یا تېری پرې وکړي. دا موضوع یو مسلم حقیقت دی چې له افغانستان او د افغانستان له خلکو سره لوبې کول له اور او زمري سره لوبې کول دي، باید نړۍ زموږ دغه واقعي، تاریخي او فرهنګي اصل په پام کې ونیسي.
له همدې امله د افغانستان ستراتېژیکي رول په آسیا او سیمه کې یو ټاکونکی رول دی، لکه محترم علامه اقبال چې وايي:
آسیا یک پیکز آب وګل است
کشور افغان درین پیکر دل است
از ګشاد او ګشاد آسیا
از فساد او فساد آسیا
کومې کلمې چې د علامه اقبال په شعر کې وړاندې شوې دي یو هوشدارنه، بلکې سیاسي تدبیر دی چې باید د افغانستان په موضوع کې ټول داخل هېوادونه دغه مطلب په یاد ولري.
د سرحدونو ساتنه او د سیاسي نظامونو ډولونه
د سرحدونو ساتنه د یوه هېواد د دولت د ادارې له طرز، اداري واک او سیاسي خبرتیا سره نېغ په نېغه اړیکه لري، ځکه چې د سیاسي او نظامي ځواک لرل د سیاسي سرحدونو په ساتنه کې یو اړین او حتمي امر دی، خو سیاسي کمزوري او اداري تیتوالی، خپلـسرۍ، د سیاسي او اداري ثبات نشتوالی، کورنۍ جګړې، د جګړې دوام او کورنی نفاق د تاریخ په اوږدو کې د یوه هېواد او د خاورې د تمامیت او د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ د له منځه تللو او تجزيې لامل ګرځېدلي دي. د افغانستان په اداري نظامونو کې مختلف واکونه او قدرتونه د امپراتور، سلطان، پاچا، بابا، اعلیحضـرت، جمهور رئیس، دولت رئیس، امر او نور مثالونه یې لیدل کېږي. خو د سیاسي ادارې د ډولونو په لحاظ له مطلقه، شاهي مـشروطه او جمهوري نظامونو څخه نومونه اخیستای شو، هر نظام چې پرته له مقننه قوې (پارلمان او سنا) څخه ټولې چارې په لاس کې اخیستي دي، د دغه ډول دولتي ادارې ډول مطلق العنانه او مطلقه دی، ځکه چې په هغه کې د خلکو ونډه او د ملت استازي نه لیدل کېږي، آزاد انتخابات د پارلمان د غړو او د جمهوري نظام په ټاکنه کې د دموکراسۍ او د خلکو د حکومت اساسي بڼه وړاندې کوي. دا چې پارلمان او یا خلک په هېواد کې د یو ګوندي او یا څو ګوندي سیستم لرونکي دي دا د دموکراسۍ بڼه او ډول راپېژني، د بېلګې په توګه د لوېدیځ او د پرمختللې نړۍ په دموکراتیکو نظامونو کې د ټولنې څو ګوندي کېدنه یو لازمي امر دی، خو په پخواني شوروي کې یو حزبي سیستم بیا هم مطلقیت او دیکتاتوري په دولتي نظام کې په دموکراتیکه بڼه راښيي. د پخوانیو آریایانو په لرغوني مدنیت کې امپراتوري او شاهنشاهي تر سترګو کېږي، د یما پاچاهي په بلخ کې (که څه هم په بلخ کې د آریایانو نظام شاهي و، خو پاچا د سمیتي او سبها د جرګو له لارې ټاکل کېده او د ریګ وید په یوه فقره کې راغلي: ((ټولو خلکو ته په پاچاهۍ ټاکلی یې)). وګورئ د کهزاد اثر، د افغانستان پخوانی تاریخ، لومړی ټوک، ۱۴۶-۱۵۲ مخونه، ژباړن)، د کوشانیانو امپراتوري، د سلطان محمود غزنوي امپراتوري، د غوریانو امپراتوري او په همدې ډول د احمد شاه بابا امپراتوري او د محمدزايي کورنۍ د پاچاهۍ تر پای ته رسېدو پورې، د محمد داود په مشرۍ جمهوریت، د شوروي د اشغال په دوره کې دموکراتیک جمهوري نظامونه او ورپسې د مجاهدینو نظام د هېواد په سرحدونو کې اساسي رول درلود. د آریایانو پر مهال او له هغه وروسته د کوشانیانو او غزنویانو د قدرت په زمانه کې د افغانستان سرحدونه خورا پراخ او د دې هېواد لوړتیا په سیمه کې ډېره ښایسته او ځلانده وه چې په راتلونکو مخونو کې به هر یو په تفصیل سره بیان کړو. دغه راز د احمد شاه دراني د امپراتورۍ پر مهال د افغانستان سرحدونه او اداري ولایتونه ډېر پلن او پراخ وو، خو د وخت په تېرېدو سره ورو ورو د خاورې تمامیت کوچنی شو چې اساسي علت یې د اداري نظام په پیوستون، درک، سیاسي پوهې او د هغه وخت د دولت د حاکمو ارګانونو په یووالي کې وپلټو. دلته یوازې د احمدشاه دراني له امپراتورۍ څخه د بېلګې په توګه یادونه کوو:
احمد شاه دراني پر ۱۷۵۷م. کال د خپلې امپراتوۍ سرحدونه دومره پراخ کړل چې شمالي سرحدونه یې تر آمو سیند، جنوبي سرحدونه یې د عربو بحیرې او عمان خلیج تر غاړو، په لوېدیځ کې تر کرمان او په ختیځ کې تر سر هند او د تبت غرونو تر لړۍ پورې پراختیا درلوده. دغه لویه امپراتوري په 1761م. کې د مساحت له مخې له بل هر وخت څخه پراخه وه او څه له پاسه دوه میلیونه کیلومتره مربع مساحت یې درلود چې دغه اندازه د کارل کبیر د امپراتورۍ په نسبت تقریباً دوه چنده زیاته وه. (د درانیانو امپراتوري، لومړی مخ. ژباړن) دغه پراخ هېواد د دولت مشرتابه په عالي تدبیر سره کابو په فدرالي مفهوم سره اداره کاوه، ځکه چې د ولایتونو والیانو د خپل ولایت په کورنیو چارو کې بشپړ اختیارات درلودل، یوازې لوی سیاسي او اداري مسایل به یې له مرکز سره په مصلحت او مشوره کې پر مخ بېول، خو دغه اداري سیستم د وخت په تېرېد په ځانګړې توګه د تیمورشاه له حکومت وروسته د احمد شاه دراني د پراخ حکومت سیاسي شیرازه یو له بله وپاشل شوه، د زیاتو ښځو او د زیاتو زامنو له امله چې هر یوه ځان د پلار د تاج او تخت وارث او مستحق ګاڼه نو له همدې امله وو چې د احمد شاه بابا د امپراتورۍ وړانګې ورو ورو تتې شوې او هغه پراخه خاوره د تجزیې او کمزورۍ وړ وګرځېده، یعقوب خان د ګندمک په منحوسې معاهدې سره نه یوازې خپل سیاسي باور او ملي شخصیت له لاسه ورکړ، بلکې د احمد شاه بابا د امپراتورۍ پراخه خاوره او سیمې یې هم له لاسه ورکړې. وروسته امیر عبدالرحمن خان د ډیورنډ په معاهدې سره افغانستان په اوسنیو سرحدونو سره کوچنی او ډېر کوچنی کړ. په دې ډول د دغو سرحدي معاهدو د لاسلیک کولو پر مهال په افغانستان کې نه کوم باثباته حکومت او نه کومه جرګه او پارلمان موجود و، خو افغان پاچاهانو د انګرېزانو تر سیاسي او استعماري فشار لاندې پرته له ملي مصلحته په ۱۸۷۸ میلادي کال د ګندمک معاهده (۱۸۷۹م. د مۍ پر ۲۶ نېټه. ژباړن) او په ۱۸۹۳میلادي کال د ډیورنډ معاهده لاسلیک کړه، په داسې حال کې چې دوی نه سیاسي سواد درلود او نه هم د هېواد له نقشې سره آشنا وو، په دې تفاوت چې د ډیورنډ معاهدې د لاسلیکولو وخت له حقوقي پلوه قید شوی و یعنې په دې معنا چې وروسته له سلو کلونو یعنې په ۱۹۹۳ میلادي کې به د ډیورنډ کرښې په وسیله محدوده ساحه تر پخواني سرحد اټک پورې بېرته افغانستان ته ورکوي، خو له بده مرغه چې د افغانستان دغه مسلم حق تر اوسه نه دی اعاده شوی.
د دغو مطالبو له یادونې څخه زموږ موخه دا ده چې د دولت د ارګان تدبیرونه، د واکمنو درک او پوهه د هېواد د ولایتونو او سرحدونو په ساتنه کې فوق العاده اهمیت لري او کنه ناپوهه سرداران او د دولت غړي چې سیاسي درک ونه لري د دولت او د یوې امپراتوۍ د پراخې خاورې په ساتلو کې پاتې راځي. دلته مې فدرالي سیستم ته اشاره وکړه، که څه هم د فدرالي ادارې اوسنی مفهوم په سیستماتیک ډول د لوی احمد شاه بابا په امپراتورۍ کې موجود نه و، خو د لرو ولایتونو اداره هغه ته ورته په پام کې نیول شوې وه، ځکه چټک ټرانسپورټ، مخابرات او ډله ییزې اړیکې، لکه نن چې موجودې دي، د احمد شاه بابا پر مهال موجودې نه وې، اړینه وه چې باید په یوه مطلوبه طریقه لېرې ولایتونه اداره او تنظییم شوي وای. احمد شاه بابا دغه کار په ښه شان سر ته ورساوه، په دې اړه محترم سیستانی د ښاغلي محمد غبار په قول داسې لیکي:
((احمد شاه بابا د سیاسي یووالي د بنیاد پیاوړتیا د افغانستان په اداره کې اساس وګرځاوه او دغه هدف ته د رسېدو په موخه یې د افغانستان د وګړو تر منځ حقوقي مساوات په پام کې ونیو او د ژبې، نژاد، سیمې او قبیلې له لحاظه یې تبعیض او توپیر کم وپېژاند. خلکو په عمل کې احمد شاه بابا له کړیو ژمنو ډېر عادل وموند او ویې لیدل چې په دولتي چارو کې باکفایته شخصیتونه پرته له نژادي، ژبني او مذهبي تبعیضه شریک دي، د بېلګې په توګه د احمدشاه بابا ځواکمن والیان د هغه د امپراتورۍ په پراخ قلمرو کې دغه کسان وو:
– په هرات ولایت کې دروېش علي خان هزاره
– په مشهد ولایت کې شهرخ افشار
– په کشمیر ولایت کې خواجه عبدالله خان خواجه زاده
– په پتیاله کې امیرسنګ سیک
– په بلوچستان ولایت کې نصیر خان بلوڅ
– په بنجاب کې زین خان مومند
– په سند ولایت کې نورمحمد په شهنواز سندي ملقب
– په دېره اسمعیل خان کې موسی خان
– په ملتان ولایت کې شجاع خان ابدالي
– د افغانستان په پلازمېنه کې د احمدشاه بابا د دارالانشأ رئیس میرزا هادي خان قزلباش او د اعلی دیوان مستوفي میرزاعلي رضا خان قزلباش و.
– عمومي خزانه دار د یوسف علي خان په نامه یو هندی کس چې په التفات خان باندې ملقب و(غبار، لومړی ټوک، ۳۵۹مخ او د دعوت جریدې ۱۲۰ګڼه، ۱۱مخ، ۱۳۷۹هـ ش کال) که څه هم د احمد شاه بابا د امپراتورۍ قلمرو له اتو ولایتونو او پنځلسو اعلی حکومتونو څخه جوړ شوی و، چې ټول ۲۳ اداري واحدونو ته رسېده، د اداري واحدونو په هر یوه کې پرته له نژادي او مذهبي توپیرونو د حکومت والیان او مشران له هر قوم، قبیلې او له هر مذهب او نژاد څخه په دندو ګومارل کېدل. له همدې امله و چې احمد شاه بابا ته یې د بابا لقب ورکړ او په خپل اداري سیستم کې یو ممتاز او لوړ شخص و چې حتی ننني فدرالي سیستمونه تر هغه سرحده نشي رسېدلای، له همدې امله معاصر فدرالي سیستم ته یوه لنډه کتنه کوو:
پراخ هېوادونه او فدرالي سیستم
هند، د امریکا متحده ايالتونو، جرمني، استرالیا، جنوبي افریقا، پاکستان، پخواني فدرال شوروي، کاناډا، مالیزیا، ارجنټاین، برازیل، مکسیکو، یوګوسلاویا، سویس، نایجریا، چکسلواکیا، د عربو متحده امارات او نور لوی او پراخ هېوادونه بېلابېلې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې لري، په ځانګړې توګه د هېواد په کورنۍ اداره کې زیاتې ستونزې لیدل کېږي، ځکه چې لارې او ټولیزې رسنۍ، ښوونه او روزنه، د استازیو ټاکل، د پلازمېنې او مرکزي ادارې ټاکل په دایمي ډول تر انتقاد او پوښتنې لاندې راځي. د فرانسې مشهور پوهاند روسو هم دې ته اشاره کوي چې لوی او پراخ هېوادونه په خپله کورنۍ اداره کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وي. د امریکا په متحده ایالتونو کې فدرالي حکومت د هغه په معاصر ډول تر لاس لاندې نیول شوی دی. د دغه ډول حکومت پلویانو عقیده درلوده چې د دغه سیستم په جوړولو او د یوه منظم بهرني سیاست او مشترک اقتصادي سیستم په لرلو سره به له تجزیې او د اداري واحدونو او ښارونو د خپلواکۍ مخنیوی وکړي، تر څو سیاسي او اداري قدرت د مرکزي اداري او سیاسي قدرت د ایالتي حکومتونو په مقایسه کم دی، خو په دې وروستیو کې هڅه شوې چې د مرکزي حکومت د سیاسي قدرت کچه په زیاتېدونکي توګه زیاته شي. د امریکا د متحده ایالتونو د فدرالي حکومت جمهور رئیس خپل ټول قدرت د پارلمان او سنا له تصویب وروسته تر لاسه کوي او هېڅ ډول سیاسي اجرأات پرته د پارلمان له تائید څخه سرته نـشي رسولای. د ټولو ایالتونو والیان د نېغ په نېغه او آزادې رايې له لارې ټاکل کېږي او دغه راز د پارلمان غړي، چې جمهور رئیس د هغوی د ټاکلو او لېرې کولو صلاحیت نه لري. جمهور رئیس څخه د هېواد د اکثریت رایو له مخې قدرت ته رسېږي او پارلمان هم له اکثریت څخه برخمن دی. دهغه له تایید وروسته کابینه په کار پیل کوي او هر یو وزیر د پارلمان په وړاندې مسوولیت لري.
په کاناډا کې هم فدرالي سیستم شته، خو د مرکزي حکومت قدرت د ایالتي حکومتونو پرتله زیات دی او کنه له تجزيې سره به مخامخ کېږي. په استرالیا کې هم فدرالي حکومت موجود دی، خو د مرکزي حکومت قدرت د ایالتي حکومتونو پرتله کم دی. فدرالي حکومتونه يې په دې ډول دي:
د کوپتزلند ایالت، د نیوساوت ویلز ایالت، د ویکتوریا ایالت، شمال ایالت، د جنوبي اسټرالیا ایالت، د لوېدیځې اسټرالیا ایالت. دغه شپږ ایالتونه چې ټول د انګرېزي ژبې او فرهنګ لرونکي دي مستقل سیاسي واحدونه جوړوي. له ۱۹۰۰ کال وروسته په خپلو کې راغونډ شول او د فدرالي حکومت بنسټ یې کېښود. په تېر کې د ایالتي حکومتونو اختیارات زیات وو، خو اوس ورځ په ورځ د مرکزي حکومت قدرت زیاتېږي.
هندوستان هم یو فدرالي هېواد دی له ۲۲ ایالتونو د (۹)
سیمو او د ډیلي او چاندیګړ ښارونو په شمول جوړ شوی دی، د ژبو او قبایلو شمېر د هند په فدرالي اداره کې لاهم تر یوې کچې خپلې
ستونزې لري.
پاکستان په خپل فدرالي سیستم سره ونه شول کولای لوېدیځ پاکستان یعنې بنګله دېش له ځان سره ولري او په سیاسي ټاکنو کې په دایمي توګه د سند، پنچاب، بلوچستان او د صوبه سرحد(اوسنی خیبر پښتونخوا) د صوبو ترمنځ سیاسي ستونزې موجودې وي.
د پخواني شوروي فدرالي حکومت د ژبو، نژادونو او مذهبونو د شمېر پر بنسټ له خپلې بشپړ پاشل کېدو سره مخامخ شو، د نړۍ له نقشې څخه د تل لپاره لېرې شو او نوي هېوادونه ترې جوړ شول چې د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو کې زیاتوالی راغی.
د یوګو سلاویا فدرالي حکومت هم په خپل نژادي ایالتونو او ګروپونو باندې ووېشل شو او پر شپږو جلا هېوادونو تجزیه او ووېشل شو. په همدې ډول چکوسلواکیا د چک او سلواک په هېوادونو باندې ووېشل شوه.
له همدې امله فدرالي حکومت، اداره او د هغه سیاسي او اقتصادي تنظیمول یو ډېر مهم کار دی چې سیاسي اعلی درک او درایت ته اړتیا لري. احتمال لري چې یو له دغو لویو فدرالي حکومتونو څخه یو وخت له تجزیې او پاشلو سره مخامخ شي او هغه هم په داسې وخت کې چې له سیاسي احتیاط او تامل څخه کار وانخلي.
د افغانستان د سرحدونو د بدلون بهیر
کولای شو د افغانستان سرحدونه له لرغونو تاریخي زمانو راهیسې د پخوانیو نقشو او تاریخي آثارو په مرسته استنباط او معلوم کړو او له یوې هر اړخیزې څېړنې او د اسنادو او چاپ شویو مراجعو او قلمي آثارو له پرتلنې او مقایسې وروسته یې حدود په مستند ډول وټاکو او تثبیت یې کړو. له همدې امله اړینه ده چې دغه په زړه پورې او با اهمیته موضوع چې د تاریخي جغرافیې او سیاسي پېښو له مخې ډېر اهمیت لري پر مختلفو برخو ووېشو او ترتیب یې کړو تر څو له پیل څخه بیا تر اوسه د هغې په اړه په بشپړ وضاحت سره مستند معلومات په واک کې ولرو.
1. د افغانستان سرحدونه له میلاد څخه په وړاندې دورو کې د اسلام تر څرګندېدو پورې.
2. په منځنیو پېړیو کې د سرحدونو بدلون.
3. د افغانستان سرحدونه د نویو او معاصرو پېړو په بهیر کې.
باید یادونه وکړو چې د افغانستان کلمه او د افغانستان هېواد [ابوریحان البیروني (۹۷۲-۱۰۳۵م.) لومړنی مؤرخ دی چې د افغانانو هېواد د خپل اثر (کتاب الهند) په ۱۶۷ مخ کې د «افغانستان» په نامه نوموي. ورپسې د غزنويانو د دربار شاعر مسعود سعد سلمان (۴۴۸-۵۱۵ هـ.ق) د افغانانو ملک «د کشور افغان» په نامه نوموي. دغه راز سیفي هروي په خپل اثر (تاریخ نامه هرات) کې چې د ۱۳۱۸-۱۳۲۱م.کلونو تر منځ یې لیکلی د افغانانو هېواد (۴۴) ځلې د «افغانستان» او دوه ځلې د «اوغانستان» په نامه نومولی. (پښتانه د تاریخ په بهیر کې، لومړی ټوک، ۴۵ مخ. ژباړن] په کندهار کې د احمد شاه دراني په مشرۍ د ابدالیانو د غورځنګ له بري وروسته یې
دغه نوم غوره کړ، هغه هم د پېړیو په بهیر او په وروستیو پېړیو کې له زیاتو بدلونو سره مخامخ شو، چې هم د اراضي او سوق الجیشي موقعیت
په لحاظ او هم نور زیات بدلونونه په کې راغلل او د دغه هېواد پراخ قلمرو یې څو ځلې راکم کړ، چې سرحدونه یې له ماورأالنهر او د هند
سمندر له سواحلو موجوده حالت ته یعنې په شمال کې د آمو سیند او په جنوب لوېدیځ کې د سلیمان غرونو لړۍ او د چګاهي غرونو محدود
کړي دي.
ډاکټر شريف ځدران
