په هرات کي د ط..البانو د عدالت او محکمې پر مهال يوه ښځه وژل سوې

ځايي سرچینو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي چي یوه ښځه، چي د هرات د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالرحمان مرادي د وژني په تور تورنه وه، د شنبې په ورځ د ط..البانو د علني محکمې د غونډي پر مهال په هرات ولایت کي د ط..البانو د قاضيانو په حضور کي وژل سوې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ښځه د ط..البانو په محکمه کي نن سهار لس بجې ويشتل سوې او وژل سوې ده.
د سرچینو په خبره چي دا ښځه د خپل مېړه د ورور له خوا د هرات د محکمې دننه وژل سوې ده.
ویل کېږي چي دغي ښځي د خپل مېړه د وژني په قضیه کي لاس لرل تر اوسه د محکمې له خوا ثابت سوې نه وه او امکان درلود چي نن بې‌ګناه اعلان سي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه د دغي پېښي په جزئيات نه دي خپاره کړي.

Verified by MonsterInsights