نامعلومو وسله والو په بغلان کي يو پخوانی نظامي وژلی دئ

د بغلان څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسله والو د بغلان په شهرکهنه سيمه کي يو پخوانی نظامي ويشتلی او وژلی دئ.
دغه وژل سوی کس فیض محمد نومېږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال د عامه نظم د پوليسو افسر و.
د سرچينې په خبره چي د ط..البانو د واکمنۍ پر مهال هغه دوه ځله ايران ته کډوال سوی و او په دې وروستيو کي تازه د ايران څخه افغانستان ته راغلی و، چي نامعلومو وسله والو خپل کور ته نژدې ويشتلی او وژلی دئ.
ط..البانو د دغي پېښي په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.

Verified by MonsterInsights