د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ورځ ۳۱۹ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۱۷۱۲ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
دغه افغان کډوال چي ډېره برخه ئې په زور او جبر د پاکستان د خاوري څخه شړل سوي کندهار ته راغلي دي.
دغه راز خبرپاڼه ليکي، چي په همدې ورځ ۲۲ تنه د افغان کډوالو بنديان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه سوې، چي هره ورځ زرګونه افغان کډوال د سپين بولدک، تورخم او بهرامچې د لاري افغانستان ته باسي.
