ريچارډ بنت: ط..البان دين د سپر په توګه کاروي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچاډ بنت د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په ناسته کي په افغانستان کي د ط..البانو د رواني پاليسۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده او ويلي ئې دي، ط..البان په افغانستان کي دين د خپلو ګټو او سياست له پاره سپر ګرځوي‌.
هغه ويلي، چي ط..البانو دین د خلګو د کنټرول له پاره په یوه وسیله بدل کړی دئ.
نوموړي زیاته کړې، چي ښځي د ط..البانو تر واک لاندي غلامۍ ته اړ ایستل سوي او له خپلو اساسي حقونو بې برخي سوي دي.
ريچارډ بنت د ط..البانو د امر ب.المعروف او نهی عن المنکر قانون ته په اشارې سره وویل چي د تبعیض سختي بڼي د دې ډلي د ایډیالوژۍ او رسمي سیاست تلپاتي برخه ده.

Verified by MonsterInsights