د نن څخه ۲۹ کاله وړاندي ولسمشر ډاکټر نجيب ط..البانو شهي.د کړ

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د شهادت ۲۹ تلین دئ.
هغه د ۱۳۷۵ کال د میزان په ۶مه نېټه، ۲۹ کاله وړاندي، د ط..البانو لخوا د ملګرو ملتونو له دفتر څخه واېستل سو. په دې ورځ، ط..البانو هغه لومړی وويشت او بیا ئې په کابل کي پر څلورلاري باندي د خپل ورور سره یو ځای په دار وځړوه.
يو شمېر تاريخ پوهان ليکي، چي ډاکټر نجيب د ډيورنډ فرضي کرښي قرباني سو او په هغه وخت کي د پاکستان د‌جنرالانو په اشاره ووژل سو.
د هغه مړینه نه یوازي د افغانستان له پاره یوه غميزه وه؛ بلکي د تاریخ په اوږدو کي د یوه ولسمشر د شهیدولو یوه تل پاته او دردناکه پېښه وه.

Verified by MonsterInsights