ط..البان: زموږ د څلورو کالو پرمختګ د يوې پيړۍ سره برابر دئ؛ خو ولس ئې توره دوره بولي

د ط..البانو د چارو د ادارې رئيس نورالحق انور په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي افغانستان په تېرو سلو کلنو کي دومره پرمختګ نه و کړی، لکه د ط..البانو په تېره څلور کلنۍ دوره کي. هغه ويلي چي دغه پرمختګونه ټولو ته روښانه او څرګند‌ دي او ټوله ئې مني.
هغه ويلي، چي د ارګ او ولس تر منځ فاصله له منځه تللې او ټولي پرېکړي د اسلام په رڼا کي د ولس د خوښۍ له پاره کېږي.
په ورته وخت کي بيا د سياسي چارو شنونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي افغانستان ټول هغه پرمختګونه چي په شلو کالو کي ئې کړي و، هغه له منځه ولاړل او افغانستان يوې توري دورې ته تللی دئ.
د هغوی په وينا چي په نړۍ کي به هيڅ داسي وروسته پاته هيواد نه وي، چي د ښځو تعليم په کښي عيب وي لکه افغانستان.
دوی زياتوي که د ط..البانو سخت دريځي همداسي جريان ولري؛ نو افغانستان به نور هم د تباهۍ خوا ته ولاړ سي.

Verified by MonsterInsights