د خلګو خادم، د زيلنسکي کيسه

.

د «سرونټ آف دي پيپل» لومړی سيزن په ۲۰۱۵ کي په اوکراين کي خپور سو. دا ډرامه د «کوارټل ۹۵» کمپنۍ جوړه کړې وه او د خپرېدو سره سم يې د شهرت ټول رېکارډونه مات کړل.

ټوله کيسه د پروفېسر وېسلي پېټرووېچ پر څېر راڅرخي. وېسلي د هاي سکول د تاريخ استاد وو، عمر يې ۳۰ کاله وو او په خپلو شاګردانو کي ډېر محبوب وو. د هغه يوه زده کوونکي د فساد پر ضد يوه ويديو جوړه کړه چي وائرل سوه.

له همدې ويديو وروسته وېسلي په تصادفي ډول سياست ته داخل سو. زده کوونکو او ځوانانو د هغه کمپېن پيل کړ. سوشل ميډيا د هغه خبرې، د فساد پر ضد د جهاد اعلانونه، صداقت او سادګي پروموټ کولې. ولس د هغه پر اخلاص باور وکړ او په پای کي وېسلي د خلکو په رايو ولسمشر وټاکل سو.

د ولسمشر کېدلو وروسته نظام د دې ساده او صادق انسان سره څه کوي؟ همدا کيسه د ډرامې هره برخه زړه راښکونکې کوي. وېسلي هره ورځ له يوه نوي بحران سره مخ کېږي. آن داسي صحنې وي چي پر تشناب ناست وي، منشي دروازه ووهي او بد خبر ورکړي. وروسته پر وېسلي کوم څه تېرېږي، خلک يې يا خندوي او يا يې ژړوي.

په ډرامه کي د اوکراين ټولنيزې او سياسي ستونزي، او د دويمي او دريمي نړۍ مشکلات، د پياز د پوستکي غوندي يو پر بل راڅرګندېږي. هره برخه د نندارچي پام ځان ته رااړوي.

لومړی سيزن وروسته دويم راغی، ورپسې درېيم، او هر يو د مخکني شهرت رېکارډ مات کړ. دا لړۍ تر ۲۰۱۹ پوري روانه وه.

په دې موده کي د پروفېسر وېسلي رول لوبوونکی هنرپېشه يوازي په اوکراين کي نه، بلکي په ټوله ختيځه اروپا او روسيه کي هم ډېر مشهور سو. خلک به بازار کي ورته «مسټر اولسمشر» ويل او ورسره به يې انځورونه اخيستل. هغه په اوکراين کي هومره مشهور سو لکه ترکي اداکار «انجين التان» چي د ارطغرل غازي د رول وروسته په ترکيه او پاکستان کي مشهور سو.

دغه هنرپېشه چالاک وو. د خپلې مشهورتيا نه يې ګټه واخيستله، په همدغه نوم يې سياسي ګوند جوړ کړ: «د خلکو خادم»، او سياست ته داخل سو.

د ولس احساس دا وو چي څنګه يې په ډرامه کي د هيواد ستونزي حل کړې وې، د فاسدو سياستوالو پر ضد يې ډزي کړې وې، په ادارو کي يې فساد ختم کړی وو، ولس ته يې ږغ ورکړی وو، هېواد يې د تجارت مرکز ګرځولی وو، نړيوالو قدرتونو ته يې د سترګو پر وړاندي «نه» ويلی وو – همداسي به په واقعي ژوند کي هم هېواد بدل کړي.

له همدې امله خلک شاوخوا پر راټول سول. هغه ته د سوشل ميډيا غټ ملاتړ پيدا کړ. شعارونه يې «د فساد ضد» او «د استابلېشمنټ ضد» وه. بالاخره د ۲۰۱۹ انتخاباتو کي وېسلي د خلکو ۷۳ اعشاريه ۲۳ فيصده رايي وګټلې او په رښتيا ولسمشر سو.

خو پوښتنه دا وه: دا وېسلي څوک وو؟ دا د اوکراين اوسنی ولسمشر ولاديمير زيلنسکي دی، يو متوسطه کچه مزاحيه هنرپېشه چي يوازې يوې ډرامې د ولس په زړونو کښېناوه او ولسمشر يې کړ.

ولاديمير زيلنسکي په ۱۹۷۸ کال کي د اوکراين په يوه يهودي کورنۍ کي زېږېدلی دی. د هغه نيکه د سور پوځ کرنل وو، پلار يې د کمپيوټر پروفېسر وو او مور يې تقاعد شوې انجنيره وه. زيلنسکي له ماشومتوبه هم روسي او هم انګليسي ژبي زده کړې.

هغه په اوولس کلنۍ کي شوبيز ته داخل سو، په ډرامو او فلمونو کي يې کار وکړ، وروسته يې د «کوارټل ۹۵» په نوم يوه انټرټېنمنټ کمپنۍ جوړه کړه او مسلسل يې پروډکشن پيل کړ. د مزاحيه اداکارۍ له لاري يې پيسې وګټلې، خو د ولس په زړونو کي کوم ځانګړی مقام پيدا نه کړ. تر دې چي د «سرونټ آف دي پيپل» ډرامه يې جوړه کړه او له همدې ځايه د هغه د شهرت سفر شروع سو. په ۲۰۱۹ کال کي د اوکراين ولسمشر سو.

خو د زيلنسکي کيسه يوازي دلته نه ختمېږي. د هغه د کيسې د ښه درک لپاره بايد د اوکراين او روس شاليد ته هم وکتل سي.

د تور سمندر پر غاړه د کريميا په نوم يوه مسلمان دولت موجود وو. روسانو په ۱۷۸۳ کي پر دې سيمه قبضه وکړه او مسلمانان يې له دې ځايه وشړل. وروسته په کريميا کي د عيسويانو شمېر زيات سو.

کله چي په ۱۹۱۷ کي د روس انقلاب راغی، کريميا او اوکراين د شوروي اتحاد برخه سول. دواړه جلا جلا جمهوريتونه وو، خو وروسته جوزف سټالين په ۱۹۵۴ کي کريميا د اوکراين برخه وګرځوله.

د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته اوکراين خپلواکه سو او کريميا يې ورسره پاتې سو. وروسته اوکراين د اروپا پر لوري روان سو، غوښتل يې د شېنګن برخه سي. خو روس دا کار نه خوښاوه، ځکه که اروپا يا امريکا د تور سمندر له لوري د روس پر سرحد ورسېږي، بېرته شړل به يې ډېر سخت وي.

له همدې کبله ولسمشر پوتين په ۲۰۱۴ کي د ۱۹۵۴ سټالين تړون لغوه کړ او پر کريميا يې قبضه وکړه. اوکراين امېد درلود چي اروپا او امريکا به يې په وسله‌واله توګه ملاتړ وکړي، خو برعکس مرسته يوازي تر ډيپلوماسۍ محدوده پاتې سوه. ملګرو ملتونو پر روس اقتصادي بنديزونه ولګول، خو روس ته يې کوم زيان ونه رساوه. اروپا بيا هم له روس نه ګاز او تېل اخستل.

تر هغه وخته چي زيلنسکي واک ته ورسېدی، د اوکراين او روس اړیکي خرابي پاتې سوې.

د اوکرايني ولس تمه دا وه چي زيلنسکي به د روس سره شخړه ختمه کړي او د سرحدونو تاوتريخوالی به پای ته ورسوي. زيلنسکي د انتخاباتو پر وخت هم دا ژمنه کړې وه. کله چي ولسمشر سو، د روس سره يې اړیکي سمول پيل کړل.

خو ستونزه دا وه چي زيلنسکي ډېر ناتجربه، نالايق او بې پروا سړی وو. بله دا چي هغه د ولسمشر کېدلو وروسته هم د ډرامې د پروفېسر وېسلي له رول څخه نه سو وتلی. له يوه اړخه يې د روس سره اړیکي جوړولې، خو له بلي اړخه يې ناټو ته په اوکراين کي د اډو جوړولو اجازه ورکړه – چي دا روس ته هېڅ د منلو وړ نه وه.

ولې؟ ځکه که يو ځل د ناټو تر نوم لاندي امريکايي توغندي په اوکراين کي ولګول سي، روس به ناامنه سي. روس پرلپسې زيلنسکي ته اخطارونه ورکول، خو هغه اعتنا نه کوله.

په پای کي پوتين د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ نېټه پر اوکراين بريد وکړ. که زيلنسکي هوښيار وای، روس به تر دې کچي نه راوستلی. خو ده د ډرامې د وېسلي کرکټر ته ځان سپارلی وو او په سړکونو کي يې شعارونه ورکول: «موږ ستر ولس يو!» او «موږ به روس ته د پوزي له لارې چينې ورکړو!»

سوشل ميډيا او رسنيو د ده پر دغو شعارونو ملي نغمې جوړولې. نتيجه دا سوه چي روس پر اوکراين يورش وکړ او ټول هېواد يې په کنډوالو بدل کړ.

نن درې کاله تېر سوي دي، اوکراين ملبې ته اوښتی دی. که امريکا ورسره درې سوه پنځوس ميليارده ډالر مرسته او وسلې نه وای ورکړې، روس به تر اوسه اوکراين هضم کړی وو.

د دې ناوړه حالت يوازې يو مسئول دی: ولاديمير زيلنسکي. دی چي نه يوازي پر خپل ولس دا جګړه راوله، بلکي هېواد يې وران کړ او په داخل کي يې مارشل لا نافذ کړ. ده خپل واک د جګړې تر ختمېدو پوري تمديد کړ او ځان يې مطلق واکمن اعلان کړ.

د زيلنسکي د کړنو په اړه دوه ستر نظرونه شته:

لومړی نظر (د يهودي پلان تيوري):
ځينې خلک وايي چي زيلنسکي د اسرائيلو په مشوره او د يهودي لوبي په ملاتړ کار کوي. د دې تيورۍ له مخي د اوکراين جګړه د دې لپاره اوږدېږي چي د روس پر ضد نړۍ تر ډېره وخته بوخته وساتل سي او بالاخره د اوکراين ځمکه د «يهودي دولت بديل» په توګه تياره کړل سي. دا خبره د ۲۰۲۲ له يرغل دمخه هم پر انټرنېټ کي ګرځېده.

دوهم نظر (د جګړې پراخېدو نظر):
يوه بله ډله پوهان وايي چي زيلنسکي د لوېديځ د ستراتيژۍ برخه ده. لوېديځ غواړي روس پر اوږده جګړه ستړی کړي، اقتصاد يې کمزوری کړي او په همدې لړ کي د اروپا پوځي او سياسي انحصار زيات کړي. د دې تيورۍ له مخي، زيلنسکي يوازي يو «وسيله» ده چي د امريکا او ناټو پلانونه عملي کوي.

هر دواړه نظرونه د بحث وړ دي، خو يوه خبره څرګنده ده:
زيلنسکي د خپل ولس د ريښتيني مشرتابه پر ځای د پرديو په لوبه کي ګوډاګی سو. ده اوکراين د سولې پر ځای جګړې ته ور ټېل واهه، ولس يې له کډوالۍ، فقر او مرګ سره مخ کړ، او خپله يې د پرديو په پناه کي واکمني ټينګه کړه.

د نجيب مل ژباړه

Verified by MonsterInsights