د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د تحريک انصاف ګوند غونډي ته د خبرو پر مهال ويلي، چي د خيبر پښتونخوا حکومت پر خپله سيمه او خاوره د پاکستان د حکومت هيڅ ډول عمليات نه مني او نه هم د عملياتو اجازه ورکوي.
هغه ويلي، چي د ترهګرو د له منځه وړلو له پاره دي د پاکستان حکومت د افغانستان د ط..البانو سره خبري وکړي تر څو دغه ستونزه حل سي.
ګنډاپور ويلي چي د جګړې ملاتړ نه کوي او پر وړاندي ئې ږغ پورته کوي؛ خو د پاکستان دولت ته هم اجازه نه ورکوي، چي بې ګناه پښتانه ووژني.
