د ترکيې پوليسو ۸ افغان کډوال نيولي، چي په قاچاقي ډول نورو هيوادونو ته تلل

د ترکيې پوليسو د شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي په ادرنه او ارتوین ښارونو کي ئې اته تنه هغه غيرقانوني افغان کډوال نيولي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول نورو هيوادونو ته د ترکيې څخه ولاړسي.
د ترکيې پوليسو ويلي، چي دغه افغان کډوال ئې د بهرنیو اتباعو کمپ ته انتقال کړي او تر قانوني ارزوني وروسته به ئې ډېر ژر افغانستان ته ولېږي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ځوانان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله مجبوره سوي، چي بهرنيو هيوادونو ته پر قاچاقی او سختو لارو ولاړ سي.

Verified by MonsterInsights