د تهران د ښووني او روزني رئیس مجید پارسا د ايراني رسنيو سره د مرکې پر مهال ویلي، چي سږ کال د افغان کډوالو څخه شاوخوا لس زره ماشومان د تهران او شاوخوا سیمو په ښوونځيو کي شامل سوي دي.
د ده په وینا، یوازي هغه افغان ماشومان چي قانوني اسناد ولري، مکتب ته د تګ اجازه لري او هر ماشوم چي د ایران د کورنیو چارو وزارت څخه معتبر هویت اسناد ترلاسه کړي، په ښوونځي کي به شامل سي.
د هغه په خبره چي د غيرقانوني افغان کډوالو ماشومان اجازه نه لري، چي ښوونځي ته شامل سي.
