د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ ويلي، چي د پاکستان په خیبرپښتونخوا ايالت کي ئې د ځانګړو عملياتو پر مهال د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) ۱۷ غړي وژلي دي.
د پاکستان د پوځ په وينا چي دغه ځانګړي عمليات ئې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کي تر سره کړي.
هغوی ويلي، چي د دغو عملياتو پر مهال ئې يو شمېر سپکي او درني وسلې هم د دغي وسله والي ډلي څخه تر لاسه کړي دي.
د پاکستان د پوځ په وينا چي په دغه عملياتو کي د پاکستان د پوځ درې غړي هم ټپيان سوي دي.
د يادوني وړ ده، چي تر اوسه پوري د تحريک ط..البان پاکستان ډلي د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
