په تېرو درو مياشتو کي د ايران څخه ۱،۱ ميليونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي

د ط.. البانو د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس احمدالله متقي د رسنيو سره په خبرو کي ويلي دي، چي په تېرو درو مياشتو کي شاوخوا ۱،۱ ميليونه افغان کډوال د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د هغه په خبره چي دغه افغان کډوال يو شمېر په خپله خوښه او يوشمېر ئې په جبري توګه د ايران څخه ايستل سوي دی.
متقي زياتوي، چي په دغه موده کي د‌ افغان کډوالو ۲۲۳ جنازې هم افغانستان ته راغلي.
هغه دغه راز د افغان کډوالو سره د ايران د پوليسو د ناوړه چلند په اړه هم يادونه وکړه او په خبره ئې چي د ايران دولت د افغان کډوالو سره ناسم چلند کړی.
دا په داسی حال کي ده، چي د ايران ترڅنګ پاکستان هم هره ورځ په زرګونو افغان کډوال د خپلي خاوري څخه په زور او جبر باسي او افغانستان ته ئې لېږي.

Verified by MonsterInsights