د کندهار ښار اوسېدونکي شکایت کوي، چي په دغه ولايت کي د موټر سيکل له پاره اسناد جوړول حد اقل درې کاري ورځي وخت نيسي.
د هغوی په خبره چي پر هر موټرسيکل شاوخوا ۷ زره افغانۍ مصرف راځي، چي دا پر ولس باندي د ماليې په نوم ستر ظلم دئ.
هغوی وايي د موټرسيکل له پاره د اسنادو اخيستلو سره موافق دي؛ خو د اخيستلو موده ئې طولاني ده او همدارنګه پيسې هم پر غريبو خلګو ډېري دي.
د کندهار ښار يو اوسېدونکي څراغ تلوېزيون ته داسي وويل: « په کندهار کي د موټر سایکل اسناد جوړول حد اقل درې ورځي وخت او شاوخوا ۷ زره افغانۍ مصرف لري. ۴۰۰۰ زره افغانۍ ترافيک، ۱۰۰۰ افغانۍ بایميټريک، ۷۰۰ افغانۍ منور شرکت، ۶۰۰ افغانۍ کندهار ښاروالي او ۳۰۰ افغانۍ عکسونه او د فوټوکاپۍ مصرف کېږي. زموږ دومره پيسې په وسه نه کېږي ط..البان ولي پر دې غريب ولس دومره ظلم کوي.»
کندهار ښاريان د ط..البانو غواړي چي د ولس ستونزو ته دي حل پيدا کړي د ماليې په نوم دي پر دې غريب ولس ظلم نه کوي.
