په خوست کي وروڼو خپله ځوانه خور وژلې

د خوست څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره ورځ د خوست ولايت په مرکز کي وروڼو خپله خور ويشتلې او وژلې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوې ځوان نجلۍ عقيله نومېدل او وروڼو ئې غوښتل چي د پيسو په بدل کي ئې په نکاح کړي؛ خو خور ئې انکار کړی و.
سرچينه زياتوي، چي تېرکال د دغي وژل سوي نجلۍ وروڼه د انسان تښتووني په قضیه کي هم ښکيل وو، چي درې ورځي مخکي ط..البانو د بند څخه ازاد کړي وو.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.

Verified by MonsterInsights