په کندهار کي د ط..البانو يو بل خواخوږي او مدافع نعمت الله شاکر هم پر خپله فېسبوک پاڼه باندي د ط..البانو پر اداره نقد کړی.
هغه د ط..البانو له خوا د بې اسناده موټرسيکلانو د نيول کېدو په اړه د ط..البانو پر دغه امر او پاليسي نيوکه کړې او ويلي ئې دي، چي د ط..البانو په نظام کي داخل داسي کسان سته چي د دولت او ولس ترمنځ په لوی لاس فاصله ايجادوي.
هغه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي:«زه باور لرم، چي د نظام په دننه کي د واټن ايجادولو ماهرين سته.»
بايد وويل سي چي تر دې مخکي په کندهار کي قاري سعيد په نوم ط..الب او په زابل کي د ط..البانو محلي قوماندان زابلي باوري هم د ط..البانو پر نظام او پاليسي باندي نيوکي کړي وې.
