په کندهار کي ط..البانو د اسنادو په نوم د ښار څخه ټول هغه موټرسيکلان ټولوي، چي اسناد نه لري او لوړه ماليه ورڅخه اخلي.
د کندهار ښار څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي نن ورځ ئې ط..البانو د بوډا پلار څخه موټرسيکل اخيستی او پر پښو ئې ايله کړی دئ.
د هغه په خبره چي پلار ئې شاوخوا ۷۸ کاله عمر درلود، ط..البانو ئې د سپيني ږيري او مشرتوب احترام هم نه دئ کړی او د هغه څخه ئې موټر سيکل اخيستی.
کندهاريانو د ط..البانو د مشرانو څخه غوښتي، چي د کندهار پر غريب ولس دي دومره ظلم نه کوي او د انصاف څخه دي کار واخلي.
کندهاريان وايي چي قانون يوازي پر کندهار باید عملي نه سي بلکي پر ټول افغانستان باندي عملي سي.
