ط..البانو امريکايي وګړی امير اميري ازاد کړی

ط..البانو امير اميري د يکشنبې په ورځ د قطر د دولت په منځګړيتوب ازاد کړی او هغه قطر ته تللی او وروسته به امريکا ته ولاړ سي.
امير اميري ۹ مياشتي مخکي ط..البانو په پنجشېر ولايت کي نيولی او بندي کړی و. د هغه د بندي کېدو اصلي لامل څرګند نه و.
امير اميري د امريکايي ځواکونو سره په افغانستان کي کار کړی و، چي وروسته بيا په امريکا کي اوسېدی.
د ط..البانو د بهرنیو چارو وزير ويلي چي د ډيپلوماسۍ د لاري هر ډول تعامل ته چمتو دي او د دغه امريکايي وګړي د ازادولو پر مهال ئې امريکايي استازو ته پراخ چمتوالی او د هرکلي پروګرام نيولی و.

Verified by MonsterInsights