ايران: د اسرائیلو سره په جګړه کي د ايران ډېر ملاتړ افغانانو کړی

د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي‌اکبر پورجمشیدیان ويلي، چي د ايران او اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کي د ايران د دولت ډېر ملاتړ افغان اتباعو کړی دئ.
علي اکبر هغه اوازې رد کړې، چي افغانانو د ايران په مقابل کي د اسرائیلو ملاتړ کړی.
هغه ويلي، ډېری هغه خبرونه چي له موساد سره د افغانانو د اړیکو په اړه خپرېدل؛ د اسرائیلو تبلیغاتي او رواني جګړه وه.
علي اکبر ويلي اسرائیل غوښتل په دې کار سره د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ اختلاف پيدا کړي.
د ايران دغه چارواکی دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي، چي د ايران او اسرائیلو تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ايران په زرګونو افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ويستل. د بشر حقونو د راپورونو له مخي ايراني پوليسو افغان کډوال وهلي، شکنجه کړي او وژلي دي.

Verified by MonsterInsights